Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاسي ګوندونه او بهیرونه ټاکنې له درغلیو ډکې او د شرم وړ بولي

ځينې سیاسي ګوندونه او بهیرونه د ولسي جرګې د ټاکنو ترسراوی له درغلیو ډک، نیمګړی او د شرم وړ بولي او وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ځينو سیمو کې په پلان شوې او سیاسي توګه خلک د رایې له ورکړې بې برخې کړې دي.

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو کمېټه ټينګار کوي په هغو سیمو کې چې بایومېټریک نه دی شوی، د دغو محلونو رایې باید باطلې اعلان شي.

په کابل کې سیاسي ګوندونه او بهیرونه د ټاکنو د کمېسیون کړنې له شرمه ډکې او نیمګړې بولي.

د اسلامي حزب غړی همایون جریر په دې اړه وايي:« وا مو ورېدل چې د ټاکنو کمېسیون چارواکو په بې شرمۍ سره ادعا وکړه چې ټاکنې له روڼټیا سره ترسره شوې.موږ نه پوهېږو چې له روڼیتا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چارواکو تعریف څه دی؟»

د ولسي جرګې ټاکنو په دوو ورځو کې د رایو ورکولو بهیر له څو ساعته ځنډ سره پيل شو او همداراز بایومېټریک دستګاوې فعالې نه وې چې د ګوندونو په باور دا د درغلۍ لپاره پلان شوی کار و.

د جعیت اسلامي ګوند غړی نورالرحمان اخلاقي هم زیاتوي:« د ټاکنو په وخت کې ځنډ رامنځته کړل  شو، د دې لپاره چې د ټاکنو شمېرل د شپې وروستیو شېبو ته ولاړ شي.او د ښځينه طبقې ونه شوی کړای چې د شپې تر ناوخته پاتې شي.»

د جنبش ملي ګوند غړی خان محمد وحدت هم وویل:« سیاسي ګوندونه هغه ټاکنې چې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د بایومېټریک سیستم نه وي کارول شوی نه مني.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو په کار کې هر ډول سیاسي چلند ردوي خو د بایومېټریک دستګاوو په کارولو کې ستونزې مني او وايي د رایو په څه باندې نوي سلنه مرکزونو کې له بایومېټریک دستګاوو کار اخیستل شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد په دې اړه وايي:« د شکایتونو له کمېسیونه موږ هم ګیله لرو دا چې هغه د دغه کمېسیون یو متمم کمېسیون دی،د دې پرځای چې مطبوعاتي کنفرانسونه راوغواړي او د خلکو ذهنونه مغشوش کړي، قانون ته دې مراجعه وکړي.»

که څه هم سیاسي ګوندونه او بهریونه د ټاکنو بهیر له ننګونو ډک بولي خو په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون ستاینه کوي او ټینګار لري چې د څارنې په پای ته رسېدو سره به، ګوندونه د ټاکنو د بهیر په اړه خپل دریځ اعلان کړي.

د تلې په اته ویشتمه او نهه ویشتمه نېټه د ټاکنو ترسره کېدل د ګوندونو له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

شریک یي کړئ