Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاسي ګوندونه: د اسلامي امارت نظام د منلو وړ نه دی

د هېواد لوی سیاسي ګوندونه د سولې په خبرو اترو کې د جمهوري نظام پر خوندیتوب ټینګار کوي او وايي چې د اسلامي امارت نظام ورته د منلو وړ نه دی.

دغه سیاسي ګوندونه او بهیرونه وايي هر هغه بدلون چې د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې وي، د سولې په خبرو اترو کې به ونه منل شي.

یو شمېر سیاسي ګوندونه او بهیرونه د طالبانو له استازو سره د سیاستوالانو د دوهمې ناستې لپاره د چمتووالي خبره کوي چې ټاکل شوې په دوحه کې ترسره شي.

د جمعیت اسلامِ ګوند د مشرتابه شورا غړی حفیظ منصور په دې اړه وايي:«د نظام بحث دا چي زموږ دفاع وزارت دې له همدې قوت سره وي، زموږ امنیت دې همدا ډول وي، زموږ پوهنې او لوړو زده کړو، ابو او برېښنا دې همدا ډول وي. موږ په دې برخه کې هېڅ ډول تقییر نه منو.»

بلخوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د سولې په راتلو او ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي.

د عزب اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی همایون جریر څرګندوي:«اسلامي ګوند د سولې په راتلو ټينګار کوي د اسلامي جمهوري نظام او د ټاکنو په ترسراوي به ټينګار وکړي. ټاکنې سالمې او عادلانه دي چې د یوه پایداره نظام پر جوړېدو په هېواد کې کېږي.»

ملي جنبش ګوند هم د سیاسي نظام ساتل سره کرښه بولي.

د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق زیاتوي:«اسلامي امارت هېڅکله د ګوندونو لپاره د منلو وړ نه دی، بیا هم که‎چېرې هغوی د امارتي او طالباني حکومت فکر په سر کې لري، یو خوب او خیال دی ځکه چې دا د افغانستان د خلکو په غوښتنې پورې اړه لري د افغانستان خلک او ځوانان روشنفکران دي.»

بلخوا بیا د اسلامي وحدت ګوند د تېرو څو کلونو د ارزښتونو پر خوندیتوب ټینګار لري.

د اسلامي وحد ګوند د مشرتابه شورا غړی اسدالله سعادتي وايي:«د نظر اختلاف او جګړه په اصل کې د هېواد د ادارې په ډول باندې وه که‎چېرې د جمهوریت نظام او د خلکو اساسي حقوق او نړیوال شموله ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راشي دا سوله مانا نه‎لري.» 

د طالبانو استازو تراوسه پنځه ځله د سولې په اړه خبرې کړې دي، خو تراوسه د دغو خبرو جزییات نه دي روښانه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې طالبانو منلې څو سولې ته د رسېدو لپاره، دواړه خواوې پر څلورو مهمو موضوعګانو یعنې له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډمنیا، د امریکايي ځواکونو وتل، د افغانانو ترمنځ خبرې او په هر اړخیزه توګه اوربند ته رسېدنه وکړي.

دا وزارت وايي چې د دوحې په خبرو اترو کې، د دوه لومړنیو موضوعګانو د متن د هوکړې په هکله پرمختګ شوی خو د سولې د طرحې د وروستي کېدو لپاره، باید ډېر کارونه ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د دغه هوکړه‎لیک له وروستي کېدو وروسته، د طالبانو او د حکومت په ګډون د ټول شموله افغاني پلاوي ترمنځ به خبرې اترې پیل شي.

واشنګټن ټینګار کوي چې څلورو واړو مهمو موضوعاګانو پر سر هوکړې ته تر رسېدو مخکې په ځانګړې توګه د هېڅ بلې موضوع په اړه هوکړه به ونه شي.

یو شمېر هېوادوال او سیاسي ګوندونه اندېښنه لري داسې نه چې طالبان اسلامي امارت ته د نظام د بدلون په هکله له خپل دریځه تېر نه شي.

سیاسي ګوندونه او بهیرونه وايي هر هغه بدلون چې د هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې وي، د سولې په خبرو اترو کې به ونه منل شي.

شریک یي کړئ