عبدرب الرسول سیاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ترمپ له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندل، یوه «ستره او نه جبران کېدونکې تېروتنه» وبلله.
هغه زیاته کړه:«ټول مسلمان خلک، حتا د امریکې خلک له دغې پرېکړې راضي نه دي. موږ هیله لرو چې د دغې پرېکړې په اړه یو ځل بیا فکر وکړي.»
دغه څرګندونې یوه ورځ له هغې وروسته کېږي چې ټرمپ اعلان وکړ چې هغه بیتالمقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني.
ټرمپ د دغه هېواد د کنګرې د ۱۹۹۵ زیږدیز کال پرېکړهلیک ته چې له تل ابیب څخه بیتالمقدس ته د امریکا سفارت په لېږد ټینګار کړی، چې د هغه د اجرا کېدو مصوبه له مودو راهیسې ځنډېدلی وه.
ټرمپ هم رسماً له تل ابیب څخه بیتالمقدس ته د امریکې د سفارت د لېږد فرمان صادر کړ، خو امریکا همدارنګه د دوه خپلواکو هېوادونو د حل لارې رامنځته کولو ته به ژمن وي.