د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه سیما سمر د ملګرو متلونو سازمان د رییس انټونیو ګوټرش د مشورتي بورډ غړې په توګه وګمارل شوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي نماینده ګۍ دفتر (یونما) په یوې خپرپاڼه کې چې د جمعې په ورځ رسنیو ته استول شوې وايي چې مېرمن سمر د ملګرو ملتونو سازمان د دفتر له خوا د دغه سازمان مشورتي بورډ کې د سولې په چارو کې د منځګړۍ په توګه وګمارل شوه.
په خبرپاڼه کې راغلې ده چې د مېرمن سمر ترڅڼګ، جوان ګابریل والډس هم د دغه بورډ د غړي په توګه ګمارل شوی دی.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ مېرمن سمر او والډس د مېشل باچلټ او جوزه مانویلراموز هور پر ځای په دغه بورډ کې ګمارل شوې دي.
د سولې په چارو کې د منځګړیتو لپاره د ملګرو ملتون سازمان سرمنشي مشورتي بورډ په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې رامنځته شوو.
د دغه بورډ ۱۸ غړي چې تجربه، مهارت، پوهه او پراخې اړیکې لري، د سولې په چارو کې د منځګړیتوب برخه کې هغه ته مشوره ورکوي.