Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر: د «پروموټ» پروګرام افغانستان کې ناکام وه

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا څارونکی بنسټ یا سیګر وايي چې د افغان مېرمنو د ځواکمنتیا لپاره د امریکا تر ټولو لویه پروژه ناکامه ده.

د سیګر په تازه راپور کې راغلي چې په بېلابېلو برخو کې د افغان مېرمنو د ځواکمنتیا پروګرام یا پرموټ پروژه کې د ۵۷ زره مېرمنو د ځواکمتیا لپاره د ۲۸۰ مېلیونه ډالر بې ځایه لګول شوي دي.

اخوا د بشري حقونو د څار بنسټ ګواښ کوي چې شونې ده د امریکا حکومت هغه کابو ۲۰۰ مېلیونه ډالر بند کړي چې د پرموټ پروژې په اډانه کې په افغانستان کې مصرفېدل.

د دغه څارونکي بنسټ لوړپوړی څېړونکی هېډر بار په دې اړه وویل:«د سیګر له رپوټه زما اندېښنه دا ده چې امریکا پر هغو پیسو چې افغانستان ته یې ورکوي او کابو ۲۰۰ مېلیونه ډالره دي بیا غور وکړي. هغه وېره چې زه یې لرم دا ده چې د ټرمپ اداره دې ووايي دا پروګرام ناکام وه او هغه لغوه کړي.»

د پروموټ پروګرام د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې له خوا د ۲۰۱۴ کال په نومبر میاشت کې په افغانستان کې ښځو ته د زیاتو فرصتونو د برابرولو لپاره په لاره واچول شو.

په دې لړ کې، د هېواد یوشمېر مېرمنې د پروموټ پروګرام په اړه بېلابېل نظرونه لري.

سودابه ناصري یوه له هغو کسانو ده چې د پروموټ له پرواګرم څخه اغېزمنه شوې:«د پروموټ پروګرام واقعاً د ښځو د وړتیا د لوړولو لپاره ډېر ګټور وه.»

په همدې حال کې د لومړۍ مېرمنې دفتر طلوع نیوز ته وايي چې د پروموټ پروګرام د دې دفتر له لارې مخې ته نه وړل کېږي.

دې دفتر خبرپاڼه کې وویل چې د هېواد لومړۍ مېرمنې، رولا غني سیګر ته ویلي، د پروموټ د پیسو لوبه برخه د بهرنیو وګړو پر معاشونو لګول کېږي.

شریک یي کړئ