Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر: د هېواد د ۴۰۷ ولسوالیو له ډلې ۲۲۹ د حکومت په واک کې دي

د امریکې دفاع وزیر په افغانستان کې د خبریالانو وژل کېدل د ترهګرۍ پر ضد یو ستره ازموینه ګڼي.

د امریکا دفاع وزیر جیمزمټیس وايي چې په افغانستان کې د روان کال په لړ کې د لازیاتو جګړو احتمال شته.

هغه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي د رپوټ په غبرګون کې وايي چې د هېواد د ۴۰۷ ولسوالیو له ډلې یوازې ۱۱ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې دي.

نوموړی زیاتوي که څه هم طالبانو ډېرې هڅې وکړې خو د ولسوالیو د مرکزونو په پرځېدو کې ناکام وو.

د امریکا دفاع وزیر جمیز مټیس څرګنده کړه:« موږ پوهیدو چې په افغانستان کې به سختې جګړې وشي، د خبریالانو او بې ګناه خلکو وژل کیدل زموږ لپاره لویه آزموینه ده، افغان ځواکونه د پياوړي کیدو په حال کې دي، تاسو به ووینئ چې لازیات افغان ځانګړي پوځیان به د ناټو د روزونکو په مشوره او مرسته وروزل شي د دغو ځواکونو په زیاتوالي دښمن نه دی توانېدلی د ولسوالیو او ولایتونو مرکزونه ونیسي.»

له دې سره په یو وخت د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی څارونکی په خپل نوي رپوټ کې وايي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر له زیاتوالي سره سره په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کمې شوې نه دي.

د ولسي جرګې غړې حبیبه دانش په دې اړه وايي:«د افغانستان جګړه د دوه افغانانو ترمنځ نه ده، بلکې د سیمه‎ییزو هېوادونو نیابتي جګړه ده، نو له ترهګرۍ سره هر ډول مبارزه او د دې جګړې شنډول، د سیمه‎ییزو هېوادونو همغږۍ ته اړتیا لري.»

د ولسي جرګې بل غړی عبدالقادر ځاځی وطن دوست هم څرګندوي:«هغه ولسوالۍ چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي، له بده مرغه افغان حکومت له هغې وړتیا سره چې لري یې او هغه بودیجه چې هغوی یې ورکوي زه فکر نه کوم چې دوی دې وکړای شي دغه ولسوالۍ ترلاسه کړي.»

خو ملي دفاع وزارت وايي طالبان نه دي توانېدلي چې په تېر کال کې لاس ته راوړنې ولري، د دغه وزارت په وینا د افغانستان وضعیت به تر هغه بدل نه‎شي چې پاکستان او د سیمې نور هېوادونه په صادقانه توګه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې همکاري ونهکړي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش په دې اړه وویل:«ترڅو د سیمې هېوادونه همکاري ونه کړي په ځانګړې توګه پاکستان له شعاره تېر نه‎شي په عملي توګه له ترهګرۍ سره په مبارزې او له سیمې سره همکاري ونه کړي موږ به په همدې ډول په افغانستان کې بوخت وو.»

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت وايي طالبان یوازې یوولس ولسوالۍ په واک کې لري خو د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي د رپوټ له مخې له ۴۰۷ ولسوالیو ۵۹ د طالبانو او ۲۲۹ ولسوالۍ د افغان دولت په واک کې دي او دواړه لوري د ۱۱۹ ولسوالیو پر سر په جګړه بوخت دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي د رپوټ له مخې له ۴۰۷ ولسوالیو ۵۹ د طالبانو او ۲۲۹ ولسوالۍ د افغان دولت په واک کې دي او دواړه لوري د ۱۱۹ ولسوالیو پر سر په جګړه بوخت دي.

شریک یي کړئ