Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شېرزاد: د فرنود د مړینې په اړه د عدلي طب د ازمایښت پایلې ورکې دي

د شېرخان فرنود د کورنۍ غړي وايي چې په زندان کې د کابل بانک د بنسټګر شېرخان فرنود له مړیني درې اوونۍ تېرېږي خو کورنۍ یې اوس هم وايي چې د هغه د مړینې د علت په اړه د عدلي طب راپور نه دی ورکړل شوی.

د شېرخان فرنود ورور شاه خان شېرزاد وايي چې له عدلي طب څخه نمونه د ازمایښت لپاره کابل کې د «کیور» روغتون ته هم استول شوې وه، خو هغه روغتون هم د ازمایښت پایله له دوی پټه کړې ده.

د شېرخان فرنود ورور شاه خان شېرزاد ادعا کوي چې د حکومت دغو پټو کارونو د شېرخان فرنود د «وژل کېدو» په اړه شکونه رامنځته کوي.

هغه زیاته کړه:«ښاغلی غني! ایا تاسو ته لازمه او جالبه نه ده چې د شېرخان فرنود د مړینې په اصلي علت پوه شوئ؟ خو د افغانستان خلکو ته ډېره مهمه ده د فرنود کورنۍ موږ ته د ازمایښت پایله ډېره مهمه ده.»

د شېرخان فرنود له مړینې سره سم ځینې شکونه راپورته شول چې په اړه یې عامې روغتیا وزارت مسله عدلي طب ته د څېړنو لپاره راجع کړه.

عامې روغتیا وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې طبي پلټنې ښيي د شېرخان فرنود مړینه هېڅ جبري اړخ نه لري.

په همدې حال کې، ځينې حقوق پوهان او د پوهنتون استادان، د عدلي طب د ازمایښتونو د پایلو پټول ناقانوني کړنه بولي.

حقوق پوه وحید فرزه‎يي په دې اړه وویل:«د افغانستان د جزايي قانون د احکامو پر بنسټ، د فرنود کورنۍ او د افغانستان وګړي حق لري چې په دې پوه شي چې د شېرخان فرنود پر مړي د عدلي طب د څېړنو پایله څه وه؛ که‎چېرې دا ازمایښت شوی او که دا ازمایښت نه دی شوی ولې نه دی وشي.»

د شېرخان فرنود د مړینې خبر د وږي میاشتې په دویمه خپور شو په داسې حال کې چې نوموړي د خپل لس کلن بند پوره کولو لپاره بګرام کې پروت وه.

محکمې د کابل بانک د مشرتابه پلاوي د پخواني غړي په توګه شېرخان فرنود د پیسو مینځلو او اختلاس په تور پر لس کلن بند، د اختلاس د ۲۳۷ مېلیونه ډالرو په ورسپارلو او ۹۶ مېلیونه ډالره ګټې ورستنولو محکوم کړی وه.

شریک یي کړئ