Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شمال کې د لاریونونو ۱۸مه ورځ؛ دا ځل یوازې ښځې واټونو ته راووتلې

۱۸ ورځې کېږي چې د ملي جنبش ګوند پلویان د نظام الدین قیصاري د نیولو په غبرګون کې په اعتراض او لاریون لاس پورې کړی دی.

خو، نن جمعه (د چنګاښ په ۲۹ مه) یوازې مېرمنې د فاریاب ولایت د میمنې ښار واټونو ته راوتلې وېاو د نظام الدین قیصاري د خلاصون او هېواد ته د جنرال دوستم د راستنېدو غوښتونکې شوې.

 له دې وړاندې هم د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې ځینې ښځې د قیصاري د نیولو او په اعتراض کې له سړیو سره ګام په ګام لاریون وکړ.

په میمنه کې اعتراض کوونکې ښځې وايي که‎چېرې د هغوی غوښتنه ونه منل شي، د هغوی لاریونونه به هم دوام پيدا کړي.

د هغوی له ډلې یوه تنه وايي:«موږ د فاریاب ښځې له دولت څخه غواړو چې ملي ضد، نفاق اچوونکي او فاشیستي، ډیکټاټوري، قوم پالنه او انحصاري سیاستونه دې پای ته ورسوي او په هېواد کې ټولو مېشتو ملیتونو او قومونو ته د ملي ګډون او مشهورو سیاسي او ټولنیزو شخصتیونو ته دې چې له پراخو ولسي ملاتړونو برخمن دي په سیاسي او ملي ادارو کې د ګډون زمینه برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تراوسه د هېواد په څه باندې پنځو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د ټاکنو سیمه‎ییز دفترونه او نور دولتي بنسټونه د لاریون کوونکو لخوا تړل شوي دي. او د دغه بهیر پر دوام ټینګار کوي.

د ملي جنبنش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج وویل:«زموږ غونډې د خلکو تر غوښتنو دوام پیدا کوي او تراوسه ځینې بندرونه او ادارې تړل شوې دي او د تړلو په حال کې دي د افغان حکومت تر مثبت ځواب پورې به تړلي پاتې شي او دا بهیر به تراوسه هم دوام لري.»

له دې ټولو سره د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ته نېږدې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې ښاغلی دوستم به راتلونکې اوونۍ له ترکیې هېواد ته راستون شي. او په دې اړه د جنرال دوستم او حکومت ترمنځ خبرې اترې په ترکیه کې وروستۍ شوې دي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د کار او ټولنیزو چارو او جنرال دوستم ته یو له نېږدې کسانو وزیر فیض الله ذکي، څه باندې یوه اوونۍ کېږي چې په ترکیه کې دي او په ځلونو یې له ښاغلي دوستم سره د هغه د راستنېدو په اړه خبرې اترې کړې دي.

شریک یي کړئ