Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شمال کې د لاریون دوام؛ اعتراض کوونکو د ولسمشر انځورونه وسوځول

د ملي جنبش پلویانو د نظام الدین قیصاري د نیولو په ۱۷مه ورځ، په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه په بدخشان او تخار کې لاریونونه وکړل.

په تخار او بدخشان کې د ملي جنبش پلویان وایي، افغان ولسمشر اشرف غني د دوو اونیو په تېریدو سره لا تراوسه هم د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

دغو لاریونوالو د ولسمشر اشرف غني انځورونو ته اور ورته کړ او وویل، ولسمشر غني باید د نظام الدین قیصاري د خوشې کېدو په اړه د لاریون کوونکو له استازو سره خبرې وکړي.

هغوی ګواښ کوي که‎چېرې حکومت د دوی غوښتنو ته پام ونه‎کړي خپلو لاریونو ته به دوام ورکړي او دا کار به د خلکو او حکومت ترمنځ  واټن به زیات کړي.

یو له دغو لاریون کوونکو څخه محمد زبیر وايي: «تراوسه زموږ لاریونونه سوله‎ییز وو که‎چېرې حکومت زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه کړي، موږ به د ولایت دروازه وتړو.»

بل اعتراض کوونکی حمیدالله هم زیاتوي:« تراوسه حکومت زموږ غوښتنو ته ځواب نه دی راکړی که‎چېرې همداسې دوام پیدا کړي، زموږ لاریونه به هم دوام پیدا کړي.»

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې له شپاړسو ورځو راهیسې اعتراضونه روان دي.

لاریون کوونکو د یو شمېر دولتي ادارو دروازې تړلې دي او وايي حکومت باید د دوی غوښتنو ته پام وکړي.

لاریون کوونکی خیر محمد تیموري څرګنده کړه:«اوس ځینې دولتي بنسټونه تړل شوي او که‎چېرې حکومت ځواب ورنه کړي، په داسې کارونو به لاس پورې کړو چې هېڅوک به یې له پایلو ونه شي وتی.»

له بلخوا یو شمېر کابل ښاریانو بیا په یوه غونډه کې د نظام الدین قیصاري د نیولو په اړه د ولسمشر له پرېکړه خپل ملاتړ اعلان کړ.

حکومت کابو شل ورځې مخکې د قیصار ولسوالۍ پخوانی امنیه قومندان او د جنرال دوستم استازی نظام الدین قیصاري ونیوه او کابل ته یې راوست.

 خو له هغې وروسته د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د جنبش ګوند پلویانو لاریونونه پيل کړل چې لاریون کوونکو په یو شمېر ولایتونو کې ځینې دولتي دفترونه هم تړلي دي.

په بدخشان او تخار ولایتونو کې د نظام الدین قیصاري د نیول کېدو په غبرګون کې لاریونونه وشول. او لاریون کوونکو د ولسمشر انځورونو ته اور ورته کړ.

شریک یي کړئ