Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شمخاني:امریکا افغانستان کې د تګلارې له بدلون پرته بله چاره نه لري

د ایران د ملي امنیت شورا منشي علي شمخاني وايي اولس کاله کېږي چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور لري خو د هغه په وینا هېڅ موخې ته نه دی رسېدلی.

علي شمخاني چې ایران کې د امنیتي خبرو اترو په یوې غونډه کې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د امریکا هڅو او همدارنګه له افغانستانه د یو شمېر امریکايي ځواکونو احتمالي وتلو ته په اشارې سره وايي چې واشنګټن دغه هېواد کې د تګلارې له بدلون پرته بله چاره نه لري.

د ایران د ملي امنیت شورا  منشي علي شمخاني څرګنده کړه:«لس کاله کېږي چې له پوځي تګلارې سره افغانستان کې حضور لري، خو په افغانستان کې د امنیت هېڅ یو جز یې تامین کړی نه دی.»

په ورته وخت کې په جده کې د افغانستان د سولې په اړه د رپوټونو له خپرېدو وروسته، اوس د طالبانو یو لوړپوړی چارواکی له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د جدې په ناسته کې د دې ډلې د نه ګډون خبره کوي.

دغه طالب چارواکي چې نوم یې نه اخیستل کېږي د جدې په ناسته کې د طالبانو د نه ګډون لامل له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو غوښتنه بللې ده.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وویل:«زموږ هیله دا ده چې سعودي عربستان د یوه قوي اسلامي هېواد په څېر چې پر اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه پر پاکستان، اماراتو او طالبانو باندې اغېزه لري، له موږ سره همکاري وکړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه فخرالدین قاري زاده هم وايي:«د دې اصلي دلیل چې طالبانو د جدې په غونډه کې ګډون ونه کړ د قطر او ریاض ترمنځ اختلاف دی.»

د دې ترڅنګ چې طالبان امریکا د خبرو اصلي لوری ګڼي د دولت له مرکچي پلاوي سره د طالبانو د خبرو نه کولو یو لامل د افغان دولت د پلاوي د جوړښت څرنګوالی بلل کېږي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوزون په دې اړ څرګنده کړه:«که‎چېرې په دې صلاح وي او یا هم ګټور پرېوځي چې بدلون رامنځته شي موږ حاضر یو چې په کې بدلون راولو.» 

په دې لړ کې ټاکل شوې د سولې د اجماع لپاره په سیمه‎يیزو چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی د سې شنبې په ورځ پاکستان ته خپل څلور ورځنی سفر پیل کړي.

د ولسي جرګې غړي نادرشاه بحر په دې اړه وویل:«له بدغه مرغه چې د افغانستان د سولې موضوع د نړۍ او سیمې هېوادونو ترمنځ د وزلوبې ډګر پر منفي لوبې بدل شوې ده.»

د دې ټولو سربېره حکومت او د سولې عالي شورا وايي که دا ناستې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره نه‎کړي هېڅ بل هېواد د افغانستان په اړه د پرېکړې صلاحیت نه‎لري.

شریک یي کړئ