Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شنوونکي:د امنیت تامین برخه کې دحکومت بې پروايي ناورین رامنځته کوي

په یوې وروستۍ اوونۍ کې ترهګرو هېواد کې په بې مخینې توګه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی؛ چې پر غزني ښار د طالبانو له ډله‎ییز برید نیولې بیا په فاریاب، زابل او بغلان ولایتونو کې د دې ډلې بریدونه او همدارنګه کابل کې د داعش ډلې برید.

د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې کابو زر تنه امنیتي او ولسي وګړي وژل شوي دي.

په هېواد کې یو شمېر سیاسي شنوونکي امنیتي مسوولین د امنیت په ټینګښت کې پاتې بولي. دوی وایي، امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی.

د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود او پر حکومت یو نیوکه کوونکی په دې اړه وايي:«له بده مرغه چې په وړوکو سیاسي لوبو کې، بانډ بازي او کوچنیو کارونو بوخت دي او دخیل دي او له بده مرغه چې د حکومت مشرتابه د سټراټېژیکو پروګرامونو په مخ بیولو کې حتا له دغه کړکېچن حالت څخه غواړي چې په خپله ګټه استفاده وکړي چې دردونکی دی.»

د سیاسي چارو یو شمېر نور کارپوهان په دې باور دي که حکومت د مدیریت او استخباراتو له پلوه په امنیتي ادارو کې اوسنیو نیمګړتیاوو ته جدي پام ونه‎کړي د هېواد امنیتي وضعیت به لاخراب شي.

د سیاسي چارو شنوونکی اسدالله ولوالجي څرګنده کړه:«په یوې عادي جګړه کې هم مرسته غواړي. کله چې دا موضوع خپرېږي هم دښمن زړور کېږي چې هغوی وېره لري.»  

خلک هم له حکومته یو لړ غوښتنې لري. او وايي چې هغوی د هېوادوالو په وړاندې خپل مسوولیت نه ادا کوي.

یو هېوادوال خالق داد په دې اړه وویل:«دوی خپل مسوولیت په سمه توګه نه دی ادا کړی.»

د کابل یو تن اوسېدونکی علي زیاته کړه:«ملي یووالي حکومت امنیتي هوکړه لیک لاسلیک کړ خو دغه امنیتي تړون زموږ خلکو ته څومره خوندیتوب راوستی؟»

خو حکومت ویلي په هېواد کې د کابو شلو ترهګرو ډلو فعالیت د امنیتي ځواکونو په وړاندې لویه ننګونه ده او امنیتي ادارې هڅه کوي دغو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي.

په هېواد په تېره بیا پلازمېنې او همداراز پر غزني ښار د طالبانو ډله‎ییز برید د هېواد د یو شمېر سیاسي شخصیتونو له غبرګونونو سره مخامخ شوي دي.

شریک یي کړئ