Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شونې ده، د دوشنبې په ورځ طالب او امریکايي استازي سره وویني

ټاکل شوې د راتلوونکې دوشنبې په ورځ، طالب او امریکايي استازي د پنځم ځل لپاره د سولې د مذاکراتو په اړه سره وویني.

ټاکل شوې دا غونډه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي او په هغه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په اړه خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ طالب او امریکايي استازو په پاکستان کې سره لیدلی وای، خو د دې له امله چې د طالب مرکچي پلاوي د ځينو غړو نومونه د ملګرو ملتونو او امریکې په تور نوملړ کې دي او د سفر اجازه نه لري، دا غونډه جوړه نه شوه.

د افغان سولې په اړه پوهې او باخبره څېرې، د دوحه ناسته ډېره مهمه بولي او وايي چې هلته به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش پرېکړه وشي.

د سیاسي چارو شنوونکی وحید مژده په دې اړه وايي:«یوه ډېره مهمه غونډه به وي. لکه څرنګه چې طالبانو موږ ته ویلي وو، دا ناسته به د دې له امله مهمه وي چې ډېر بنسټيز مسایل چې د افغانستان له سولې سره به مرسته وکړي، د هغه په اړه پرېکړه وشي. یوه دا چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش دی چې اعلانېږي او دویمه د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو نه ګواښل دي چې په حقیقت کې له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکې دي په دې اړه باید بحث وشي او په دې برخه کې طالبانو او امریکا دوه کاري ډلې جوړې کړې دي چې دغه ډلې به د خپلو سلامشورو پایله دغې ناستې وروړي.»

سیاسي ګوندونه بیا وايي، د قطر ناسته د هغو هوکړو د عملي کېدو لپاره ده چې په وروستیو کې شوې دي او له دې وروسته به د افغانانو ترمنځ ناستې وشي او دا به د مسکو غونډې دوام وي.

د حزب اسلامي ګوند غړی همایون جریر څرګندوي:«د ګوندونو او زموږ وړاندیز دا دی که‎چېرې دا غونډه، بین الافغاني وي باید د مسکو غونډې کموالي ونه لري. په هغې ناسته کې د دولت استازو ګډون نه درلود چې د هغې غونډې تر ټولو ستره سرغړونه وه.»

امریکې او طالبانو تراوسه د افغان حکومت په نشتون کې څلور ځله سره ولیدل او د سولې په اړه یې سره سلامشورې وکړې. وروستۍ لیدنه چې شپږ ورځې (د سلواغې له ۶-۱) دوام وکړ هم په قطر کې جوړه شوې وه.  قطر کې راتلوونکې دوشنبې په ورځ غونډه کې به هم حکومت حضور ونه لري.

په هغې ناسته کې دواړه لوري د یوې طرحې په اصل سره هوکړه کړې وه. ښاغلي خلیلزاد هم له دې ناستې وروسته وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.
اخوا د دې ټولو سربېره د سولې عالي شورا وايي، تمه لري چې دا غونډه د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي.

د سولې عالي شورا ویاند احساالله طاهري وویل:«دا ناسته د سولې خبرو اترو غونډه نه ده، خو د سولې بهیر د زمینې برابرولو او چټکتیا لپاره او موږ له همغږۍ سره پر مخ ځي، افغان دولت اړتیا نه لري چې په دغې ناسته کې ګډون وکړي ځکه چې تصمیم نیوونکې نه ده.»

که څه هم طالبان تر اوسه له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شوي نه دي، خو د افغانستان د سولې لپاره د  امریکا ځانګړي استازي له افغان حکومت غوښتي، چې د سولې مرکچي پلاوي نوی ترکیب وړاندې کړي. 

افغان حکومت بیا وايي، د سولې لپاره مشورتي لویه جرګه را غواړي او دا جرګه به د روانې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې وشي.

ټاکل شوې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د پنځم ځل لپاره ناسته جوړه شي. او په هغه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په اړه خبرې وشي.

شریک یي کړئ