Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شونې ده چې د قطر غونډه له کوچني مقیاس سره ترسره شي

په داسې حال کې چې تمه کېده د دغې اوونۍ په شنبې او یکشنبې په ورځو، د افغانستان د سیاستوالو ستر ډلې او طالب استازو ترمنځ په قطر کې غونډه جوړه شي، خو اوس د سولې له خبرو اترو باخبرې سرچینې په کوچني مقیاس او کمو ګډون کوونکو سره د دغې ناستې له ترسراوي خبر ورکوي. 

د دغو سرچینو په وینا، دا کوچنۍ ناسته د نن (شنبې د وري په ۳۱ مې) لپاره پلان شوې وه او د هغوی ګډون کوونکي هغه کسان دي چې له افغانستانه بهر ژوند کوي.

د سیاسي چارو شنوونکی وحید مژده په دې اړه وايي:«هغوی چې له نورو هېوادونو راغلي، پر دې به ټینګار وکړي چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه بهر شي، هغه تړونونه چې افغانستان د تېرو اولسو او اتلسو کلونو په اوږدو کې له بهرنیو ځواکونو سره لرلي لغوه شي او داسې مسایل. زه فکر کوم دا د افغان دولت په زیان دی، خو طالبانو په هر حال هغه کار یې چې کاوه، هغه یې له یوې کوچنۍ ډلې سره ترسره کړ.»

یو شمېر افغان سیاستوال، قطر کې د افغان حکومت، سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د ناستې نه کېدو اندېښمن کړي، خو وايي چې له حکومت سره په کور دننه او بهر کې د سیاستوالو اختلاف د دې لامل شوی چې دا غونډه له دې ډول برخلیک سره مخ شي.

د  والی کابل احمد الله علیزی څرګندوي:«د افغانستان خلک نه غواړي چې له یوه بندون سره مخ شي په هره بڼه چې کېږي باید د سولې په لور ولاړ شو.»   

د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې غړې فوزیه کوفي وايي:«زه یعقین لرم چې دا ناسته به په جدي خبرو اترو سره دوام پيدا کړي او دا بهیر باید دوام ولري.»

خو افغان حکومت بیا د دې بندون اصلي علت د قطر حکومت له‌خوا د غونډې د ګډون کوونکو نوم‌لړ کې لاس‌وهنه بولي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي څرګنده کړه:«د افغان حکومت له خوا، د دوحې غونډې د ګډون لپاره ټول چمتووالی نیول شوی وو، هغه نېټه چې مخکې اعلان شوې وه، اوس لغوه شوې؛ هغه ملاحظات چې د افغانستان خلک یې لري په هغه صورت کې چې دا ملاحظات ترلاسه شي، موږ په هغې ناسته کې د حضور لپاره چې احیاناً بیا ترسره شي شتونزه نه لرو.»

بل لورته بیا داسې مهال چې د افغانستان سوله کې د پاکستان ونډه مهم بلل کېږي، د دې هېواد لومړی وزیر وايي، له دې وروسته افغانستان کې د سولې راتلو لپاره یوازې دعا کوي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څرګنده کړه:«له دې وروسته افغان حکومت ته هیڅ ډول نصیحت نه کوم، ځکه هغوی یې لاس‌وهنه بولي. له همدې توصیه کوم. یوازې ستاسې لپاره دعا کوم، څو افغانستان کې امنیت راشي او پرمختګ وکړي. دوی څلوېښت کاله جګړه لېدلې.»

روښانه نه ده چې له دې وروسته به قطر کې د افغان حکومت، سیاستوالو او طالبانو ترمنځ غونډه وشي او که نه، خو افغان حکومت بیا د سولې په اړه د یوې بلې ناستې چې د ازبکستان په سمرقند ښار کېږي، خبر ورکوي.

شریک یي کړئ