Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شونې ده چې ټرمپ د افغانستان جګړه خصوصي شرکت ته وسپاري

داسې احتمال شته چې د امریکا ولسمشر به د افغانستان جګړه خصوصي شرکت ته وسپاري.

د رپوټونو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په افغانستان کې د خپل هېواد له پوځي تګلارې د ملي امنیت له ډلې څخه خوشاله نه دی او د دې جګړو د خصوصي کېدو لپاره یې د بلک واټر د امنیتي شرکت د بنسټ اېښودونکي اریک پرېنس طرحې ته لېوالتیا ښودلې ده.

له دې سره، ښاغلی پرېنس وایي چې د افغانستان د جګړو د خصوصي کېدو لپاره به د ټرمپ راضي کولو لپاره رسنیز تبلیغات زیات کړي.

نوموړی همداراز زیاتوي چې، امریکا هر کال پنځه څلوېښت مېلیارد ډالره د افغانستان په پوځي برخې لګوي او که د افغانستان جګړې خصوصي تړوني کمپنیو ته ورکړل شي، نو یوازې اته سلنې لګښت ته اړتیا لري چې دم‎ګړۍ لګېږي.

پرېنس په هڅه کې دی ترڅو په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د خپلو عملیاتو په اړه خپلې طرحې دود او لېوالتیا جلب کړي.

شریک یي کړئ