Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صالح: افغانان به پاکستان ته سرښکته نکړي

افغان سیاستوال، امرالله صالح له  فرانس څلورویشت شبکې سره په خبرو کې ویلي دي کله هم پاکستان ته سر نه کښته کوي.

ښاغلی صالح چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني سره د لومړي مرستیال په توګه نوماند دی، زیاته کړي چې افغانان کولی شي له پاکستان سره هم‎تړونه ووسي، خو دغه هېواد ته به هېڅ کله هم سر ښکته نه کړي.

ده همداراز له یادې رسنۍ سره په خبرو کې هغه خبرونه هم ناسم بللي چې ګواکي د طالبانو مشر، ملا محمد عمر پاکستان کې نه، بلکې افغانستان کې وو.

امرالله صالح همداراز له امریکا متحده ایالاتو غواړي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو کې دې افغان حکومت هم شامل کړي، څو دا خبرې د کابل په شتون سره پایلې ته ورسيږ او بریالۍ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د نظام په تړاو د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان خبرو سخت غبرګونونه راوپارول. د راپورنو له مخې ښاغلي عمران خان ویلي وو چې د افغانستان کړکیچ لپاره موقته اداره د حل لار ده.

اجراییه ريیس، عبدالله عبدالله وايي:"پاکستان باید د تل لپاره دې پایلې ته رسېدلی وي او ورسیږي چې د برخلیک ټاکل د افغانستان د خلکو حق دی، د هغو خلکو چې له نورو سره د سولې غوښتونکي دي.‎"

بل لورته بیا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې وايي:"په داسې حال کې چې پاکستان د افغانستان د سولې په اړه مهم رول لوبولی دی، مګر د عمران خان څرګندونو دا ډول مرسته نه ده کړې. د افغانستان د راتلوونکې په اړه پرېکړه یوازې د افغانانو په لاس کې ده."

کابل کې د امریکا سفیر وايي:"‎د کریکټ یو شمېر طلسمونه د سیاست په برخه کې ښه پایله  ورکوي، خو یو شمېر نور یې بیا نه. د عمران خان لپاره مهمه ده چې د افغانستان د سولې او کورنیو چارو کې د توپ‌اچوونې د څرنګوالي څخه ډډه وکړي."

په همدې حال کې تېره ورځ(چهارشنبې د وري په ۷مه نېټه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په افغانستان کې د مؤقت حکومت په اړه د پاکستان د لومړي وزیر، عمران خان له څرګندونو ناسم پوهاوی شوی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼې ویلي وو چې عمران خان د پاکستان حکومت موډل ته اشاره کړې دا چې ټاکنې د یوه مؤقت حکومت تر څار لاندې ترسره کيږي، او له دې خبرو باید ناسمه اخیسته ونه شي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي وو، پاکستان په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې راوستو پرته کومه بله موخه نلري او د عمران خان خبرې باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاس وهنې په توګه تعبیر نشي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر، شاه محمود قریشي له اسلام اباد نه کابل ته د افغانستان د سفیر راغوښتل د افغانستان د حکومت غیرعاقلانه کار بللی دی.

هغه زیاته کړې چې پاکستان د عمران خان د خبرو په تړاو وضاحت ورکړی دا چې نوموړي خبرې ناستمې تعبیر شوې دي.

صالح: افغانان به پاکستان ته سرښکته نکړي

ښاغلي صاحل هغه خبرونه هم ناسم بللي چې ګواکي د طالبانو مشر، ملا محمد عمر پاکستان کې نه، بلکې افغانستان کې وو

شریک یي کړئ