Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: طالبان له ټاکنو وېره لري، ځکه هغوی منزوي کوي

د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې مرستیال امرالله صالح چې مشري یې د محمد اشرف غني په غاړه ده وايي، تر ټولو ستر قانوني چاره چې طالبان ترې وېره لري، د ټاکنو ترسراوی دی. 

ښاغلي صالح نن سې‎شنبې د (زمري په لومړۍ نېټه) د کمپایني اصولو د اعلانونو پر مهال وویل چې طالبان د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کېدو وېره لري او دا ډله غواړي چې خپل ځان پر خلکو وتپي.

د صالح په وینا، د ټاکنو ترسره کېدل به طالبان منزوي کړي.

ولسمشرۍ ته د نوماند محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح په ډاګه کړه:«که‎چېرې طالبان غواړي خپلو موخو ته د سولې له لارې ورسېږي او د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، باید مخامخ خبرو ته کېني، چې هغوی دغه کار ته حاضر نه دي. ولې حاضر نه دي، طالب له ټاکنو وېرېږي، طالب له اساسي قانونه وېرېږي، هغوی د خلکو په منځ کې ځای نه‎لري.»

 ښاغلی صالح ټینګار کوي چې د دولت جوړونکي ټاکنیزه ډله به د هغو اصولو له مخې چې ټاکلي یې دي د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال هېڅ ناقانونه کار ترسره نه کړي.

هغه زیاته کړه:«ولسمشر د ټاکنو ملاحظه په کلکه خپل ذهن کې لري. یو ډول یې وخت دې وقف دی چې ټاکنې ترسره شي، په ټولنه کې فضا باید یوه ټاکنیزه فضا وي. هغه د دې سربېره چې نوماند دی، مسوولیت لري چې د ټولو لپاره ټاکنې ترسره کړي، خو مهمه دا ده چې ناوړه استفاده ونه‎شي.»

پر ټاکنو څارونکي بنسټونه دولت جوړونکي ټاکنیزه ډله په ټاکنیزو منډوترړو کې له دولتي امکاناتو په کار اخیستو تورنوی؛ خو ښاغلی صالح د ولسمشر د کارونو دفاع کوي او وایي چې ولسمشر یوازې د حکومتولۍ په چاره کې مسوولیتونه ترسره کړي دي.

د آزداو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مسوول یوسف رشید وویل:«ټاکنیزو ډلو له وخت مخکې کمپاینونه پيل کړل، له دولتي امکاناتو استفاده کوي، له خلکو استفاده کوي.»

د رڼو ټاکنو د بنسټ مسوول نعیم ایوب زاده هم څرګنده کړه:«کمپاینونه وخته شروع شوي، بڼې یې بدلون کړی. د ولایتي سفرونو په بڼه دي، خواله رسنۍ دي. ټاکنیزې ډلې هڅه کوي چې کمپيان وکړي، خو پوښتنه دا ده چې کمېسیونونه ولې متوجه نه دي.»

 تر دې وړاندې یو شمېر ټاکنیزو ډلو ولسمشر له وخته مخکې ټاکنیز کمپاین کې له دولتي امکاناتو په کار اخیستنې تور کړی و او دا ټاکنیزې ډلې د داسې یوې تګلارې پر جوړولو کار کوي چې له مخې یې د ولسمشر فعالیتونه محدود شي.

امرالله صالح وايي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوی طالبان منزوي کوي، نو له همدې امله دغه ډله د ټاکنو له ترسره کېدو وېره لري.

شریک یي کړئ