Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صالح: له هېواده بهر او له کابل پرته به د سولې خبرې فکري تمرین وي

د ملي امنیت پخوانی رییس امراالله صالح وايي چې د کابل له ونډې پرته د افغانستان د راتلوونکي په اړه هر ډول تصمیم به ناکام وي هغه زیاتوي چې له هېواده بهر او د کابل له حضور پرته به دا خبرې یوازې فکري تمرین وي. 

د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح چې اوس په راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو کې د محمداشرف غني د ټاکنیزې ډلې غړی دی د ترکیې له ار ټي اې تلویزیون سره په مرکه کې وايي افغانستان به هېڅکله یو ځل بیا په نه اداره کېدونکي هېواد بدل نه‎شي.

هغه د سولې په خبرو کې د کابل رول د دغو خبرو د بریالیتوب لپاره مهم بولي. 

د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال په دې اړه وايي:«که دا خبرې د کابل له طریقه پرمخ ولاړې نه‎شي، تل به فکري تمرینات وي، موږ د هېواد واګې په واک کې لرو ښارونه مو په لاس کې دي مشروعیت د خلکو په اراده کې ریښې لري، موږ انتخابات لرل او په راتلونکي کې به یې هم ولرو موږ یو فکتور یوو.»

بل خوا په افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله وايي چې پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په پیل کې رغنده ونډه لرلې ده.

افغانستان کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله په دې اړه زیاته کړه:«پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو په پیلولو کې حیاتي رول لوبولای دی، لومړی پړاو یې په ابوظبي او نور پړاونه یې په دوحه کې ترسره شوي، موږ تل ویلي چې یو باثباته او سوله‎يیز افغانستان د پاکستان په ګټه دی.»

په داسې حال کې چې طالبانو له افغان حکومت سره لیدنه رد کړې خو د دې ډلې په اړه د ښاغلي صالح نظر په دې ډول دی:« دوی یعنې طالبان هڅه کوي ځانونه له تمدن، همپالنې او نوي افغانستانه بېل وساتي، ځکه دوی وېره لري چې په ولسواکه او څو ګوندي ټولنه کې چې نن یې افغانستان لري طالبان به په هغو ملایانو بدل شي چې له مړینې وروسته وعظ کوي.»

خو طالبان له افغان حکومت سره د نه خبرو دلیل دا بولي چې دا حکومت د امریکا لاسپوڅی دی. 

د ملي امنیت پخوانی رییس او د اشرف غني په تاکنیزه ډله کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح د سولې په خبرو کې د کابل رول د دغو خبرو د بریالیتوب لپاره مهم بولي. 

شریک یي کړئ