Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صدیقي: دا ځل به د مرکچي پلاوي شمېر کم، خو تجربه لرونکي به وي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي چې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د نوملړ‎ پر وروستي کېدو جدي کار روان دی.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه چې دا ځل د حکومت د مرکچي پلاوي شمېر به کم وي او همدارنګه هغه کسان به د دغه پلاوي غړیتوب ولري چې د سولې په خبرو اترو کې تجربه ولري.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه:«زموږ بنسټیزه موخه دا ده، هغه افراد او کسان چې د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب مذاکره کې ګډون کوي، ډېره تجربه ولري او وکړای شي چې له خلکو ښه استازيتوب وکړي.»

د ولسي جرګې غړی واقف حکیمي هم وویل:«پلاوی دې د افغان حکومت له بېلابېلو طبقو وي، واک لرونکی پلاوی چې د سیاسي لورو، ګوندونو، مدني ټولنې او د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړای شي.»

خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، که افغان حکومت هغه خبرو کې چې ټاکل شوې ده سمرقند کې وشي د افغان حکومت استازي ګډون وکړي، طالبان به ورسره مخالفت و نه کړي.

سیاسي فعال وحید مژده څرګندوي:«امریکایان غواړي چې د افغانانو ترمنځ له خبرو یوه لاسته راوړنه ولري، امریکا غواړي خپلو خلکو ته ووايي هغه کسان چې کلونه له یو بل سره ښکېل وو، سره کېناستل او هوکړې ته ورسېدل.»
له دې ټولو سره ولسمشر غني د ترکیې له «ټي ار ټي» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي تمه لري چې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره د سولې لومړنۍ هوکړې ته ورسېږي.

افغان ولسمشر وویل:«له امریکا او نورو مخاطبانو سره زموږ هوکړه دا ده، څو یوه ابتدايي سوله، له ټاکنو مخکې د هوکړې یو چارچوکاټ ترلاسه شي. ټاکنې مهمې دي ځکه چې ټاکنې یو مشخص بهیر دی، دا د اساسي قانون په واسطه تایید شوی ماموریت دی. د افغانستان راتلوونکی مشر زه او یا هم بل څوک باید د سولې لپاره یوه دنده ولري، ځکه چې سوله به سختو پرېکړو او چنې وهلو ته به ډېره اړتیا ولري.» 

سرچینې وايي، سمرقند کې به د افغانانو ترمنځ خبرې د سولې هوکړې ته لار پرانیزي.

د دوحې غونډې ګډونوال عبدالله قرلق څرګنده کړه:«د دوحې غونډه دوه مهمې موضوعګانې جوړوي، لومړی د اوربند موضوع او دویمه د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او اوربند ته رسېدل.»

افغان حکومت تمه لري چې د افغانانو ترمنځ بله غونډه به، ټولیزه، متمرکزه او پایله ولري. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، دې خبرو کې یو شمېر جدي مسایل بحث ته وړاندې شي او دا خبرې به پایلې هم ولري.

شریک یي کړئ