Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

صیاد: شونې ده د پارلماني ټاکنو د ترسراوي وخت وځنډېږي

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس، وايي چې شونې ده د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ترسراوي وخت څو میاشتې وځنډېږي.

عبدالبدیع صیاد، د ټاکنو کمېسیون د رییس په توګه له ګمارنې وروسته وايي، چې دغه کمېسیون څو میاشتې وخت د یوه غړي د کموالي له امله ضایع شوې دي هغه زیاتوي:«موږ هڅه کوو د نویو کارکوونکو له ګمارنې سره، هغه وخت چې له لاسه مو ورکړی جبران کړو. خو که‎چېرې د ټاکنو په ترسراوي کې بدلون راشي، موږ هغه د ټاکنو له څارنونو بنسټونو سره، رسنیو، د مدني ټولنې له بنسټونو او مرسته کوونکو بنسټونو سره به شریک کړو.»

په همدې حال کې پر ټاکنو ځینې ناظر بنسټونه، د ټاکنو کمېسیون په خپلواکۍ او د غړو پر یوځای کار کولو ټینګار کوي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییه رییس یوسف رشید په دې اړه وايي:«که‎چېرې بیا هم د دغه کمېسیون غړي په خپل منځیو اختلافونو کې ښکېل شي او په منځ کې یې ستونزه پیدا شي، دا کار به د تېر بهیر دوام وي.»

له دې ټولو سره د اجراییه رییس ویاند جاوېد فیصل هم ټنیګار کوي چې د ارګ سپيد دار ترمنځ هېڅ ډول د نظر اختلاف شتون نه‎لري:«د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د ترسراوي په اړه د ملي یووالي حکومت ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نظر نشته، غوره ده چې ټاکنې په ټاکلي وخت ترسره شي ترڅو خلک هم پر دغه بهیر باوري شي او دا کار د حکومت مشروعیت هم بشپړوي.»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې نړیوال مرسته کوونکي، ۳۰ مېلیونه د رای ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره برابروي او دا بهیر به ډېر ژر پيل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه