Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ضعیف: د افغانستان اوسنی نظام دې اصلاح او پياوړی کړای شي

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په اسلام اباد کې افغان سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي د نظام پرځېدل د هېواد په زیان دی او باید اوسنی نظام اصلاح شي.

د طالبانو دغه پخوانی چارواکی د حکومت او طالبانو د اوربند غځېدو ته هله‎من دی او زیاتوي د دې احتمال شته چې دغه اوربند وغځول شي. نوموړی چې اوسنی اوربند د سولې د لوی بهیر پيل ګڼي.

په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وویل:«زه د دې پلوی نه یم چې دغه نظام وپرځېږي او په نظام کې اصلاحات راشي دا نظام باید ډېر تقویت شي.»

که څه هم طالبانو د اختر په ورځو کې له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی خو د دې ډلې غړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او همداراز له امریکا سره مخامخ خبرې په هیواد کې د جګړې د پاي ته رسولو یوازینی لار بولي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال میردادنجرابي په دې اړه څرګنده کړه:«دا د طالبانو اراده نه ده پاکستانیان دي چې هغوی ته داسې حکم کوي.»

د ولسي جرګې غړیغلام فاروق مجروح هم وویل:«طالبان غواړي چې په یو ډول خپل اهمیت لوړ کړي چې موږ غواړو د نړۍ له یوه زبر ځواک سره خبرې اترې کوو.»

له بلخوا د سولې عالي شورا له طالبانو غواړي له افغان حکومت سره خپلې غوښتنې مطرح کړي ترڅو د هېواد د سولې په بهیر کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې مخه ونیول شي.

د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په ډاګه کړه:«غواړم چې هغوی (طالبان) چې خپل چمتووالی اعلان کړي، ترڅو د افغانستان په مشرۍ مذاکرات د افغاني مذاکراتو په لور پيل شي.»

له دې سره سره د طالبانو پخوانی سفیر په دې باور دی چې د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې ډېری بې طرفه قرباني کېږي، حکومت او طالبان باید دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي، خو وبه لیدل شي چې دا غوښتنې به د طالب مشرانو لخوا ومنل شي که نه. 

شریک یي کړئ