Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو اختر درېیو ورځو کې اوربند اعلان کړ

طالبانو نن(شنبې د غبرګولي۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د اختر په درېیو ورځو کې د دوی لخوا اوربند دی.

خبرپاڼې کې خپلو وسله‎والو ته ویلي دي:«د کوچني اختر په اوله دوهمه اودرېیمه ورځ دې ټول هېواد کې د خلکو ارامتیا له موخه د کورنیو مخالفینو پر وړاندې خپل تعرضي بریدونه ودروي او که د دې ډلې (طالبانو) پر وړندې برید وشي، نو په سخته به یې دفاع وشي.»

خبرپانې همداراز د دې ډلې لخوا خپلو نومول شویو والایانو ته سپارښته کړې ده چې ورسره په بند کې بندیان تشخیص کړي که نور له طالبانو سره جګړې ته نه راګرځي او له ضمانت وروسته دې یې په اړه پرېکړه وشي.

له بلې خوا طالبانو څرګنده کړې ده چې بهرني ځواکونه له دې اوربند څخه مستثنا دي او په هر ځای کې چې ولیدل شي، پرې برید کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت هم تېره اوونۍ د دې ډلې پر وړاندې د یوې اوونۍ اوربند اعلان کړ.

همدازار د امریکا متحده ایالاتو مرستیاله سکرټره لیزا کورټس د طالبانو په وړاندې د افغان حکومت له اوربنده هرکلی وکړ او ویې ویل چې واشنګټن چمتو دی ترڅو له دغې ډلې سره د سولې خبرو اترو کې ګډون وکړي.

د افغان حکومت د یو اړخیز اوربند له پيلېدو سره په ورته وخت کې د امریکا پوځ هم تر راتلونکو څلورو ورځو د دې ډلې پرخلاف د خپلو ټولو عملیاتو د ځنډولو خبر ورکړ.

په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي چې د طالبانو پوځي کمېسیون هم په دې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې له لارې بریالي کېدل ناشونې دي.

له طالبانو سره د اوربند اعلان د ډېرو نورو هغو هېوادونو له هرکلي سره مخامخ شوی چې د افغانستان په کړکېچ کې رول لري خو د طالبانو ویاند ویلي د دغې ډلې مشران په دې اړه په سلامشورو بوخت دي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي دي چې بهرني ځواکونه له دې اوربند څخه مستثنا دي او په هر ځای کې چې ولیدل شي، پرې برید کېږي

شریک یي کړئ