Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ایران ته د دغې ډلې د پلاوي د سفر پخلی وکړ

د طالبانو ډلې یو تن ویاند وایي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس محمد طیب آقا په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي له ایران څخه لیدنه کړې ده.

که څه هم هغه زیاتوي چې له دغه سفر څخه موخه د افغانستان، سیمې او نړۍ او همداراز په ایران کې د افغان کډوالو د اوسنۍ وضعې په اړه له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو څرنګوالی وو، خو د دغه سفر کره جزئیات د خپلواکو سرچینو له‎خوا نه‎دي منل شوي.

د هغه په وینا دغه سفر د عادي سفرونو یوه برخه ده او وړاندې له دې د طالبانو استازو له چین، فرانسې او جاپان څخه لیدنې درلودې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران دولت ویاند دغه ادعا رد کړه او همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخم نن په یوې خبري غونډه کې په تهران کې وویل: " موږ د دغه سفر په جریان کې نه‎یو".

تېره ورځ د ایران سپاه پاسداران ته نږدې تسنیم آژانس تهران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه خبر خپور کړی وو.

د طالبانو ډلې یو تن ویاند وایي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس محمد طیب آقا په مشرۍ یوه لوړپوړي پ

Thumbnail

د طالبانو ډلې یو تن ویاند وایي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د رییس محمد طیب آقا په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي له ایران څخه لیدنه کړې ده.

که څه هم هغه زیاتوي چې له دغه سفر څخه موخه د افغانستان، سیمې او نړۍ او همداراز په ایران کې د افغان کډوالو د اوسنۍ وضعې په اړه له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو څرنګوالی وو، خو د دغه سفر کره جزئیات د خپلواکو سرچینو له‎خوا نه‎دي منل شوي.

د هغه په وینا دغه سفر د عادي سفرونو یوه برخه ده او وړاندې له دې د طالبانو استازو له چین، فرانسې او جاپان څخه لیدنې درلودې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران دولت ویاند دغه ادعا رد کړه او همداراز د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیې افخم نن په یوې خبري غونډه کې په تهران کې وویل: " موږ د دغه سفر په جریان کې نه‎یو".

تېره ورځ د ایران سپاه پاسداران ته نږدې تسنیم آژانس تهران ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه خبر خپور کړی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه