Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ایران ته د دې ډلۍ د دوو پلاو سفر تایید کړ

طالبانو د دوشنبې په ورځ دا خبره تایید کړه چې د دغې ډلې دوه پلاوي له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو په موخه په رسمي سفر ایران ته تللي دي.

د دغې ډلې یوه ویاند، قاري یوسف احمدي طلوع نیوز ته په لیږلې خبرپاڼه کې تهران ته د دغو پلاوو د سفر موخه له ایراني چارواکو سره خبرې اترې ښودلې دي.

نوموړی زیاته کړه چې د طالبانو د سیاسي دفتر د ریس په مشری یوه پلاوي د درې ورځني سفر په لړ کې له ایراني چارواکو سره د علاقې وړ موضوعاتو په اړه له بحث وروسته بیرته راستون شوی دی.

قاري یوسف احمدي وايي له دې وړاندې د ایران په رسمي بلنه د طالبانو یوه لوړ پوړي پلاوي د ایران حکومت په رسمي بلنه په تهران کې د اسلامي ویښتیا په ناسته کې د ګډون لپاره دغه هیواد ته سفر کړې و.

په دې وروستیو کې ځينو ايراني رسنيو ليکلي دي چي د طالبانو يو لوړ پوړي پلاوي د ايراني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره تهران ته راغلي دي.

د دغه پلاوي مشري سيد طيب آغا کوي په قطر کي د طالبانو د دفتر مهم استازي محمدالله نعماني او په ميدان وردګو ولايت کي د طالبانو ډلي پخواني والي شمس الدين پهلوان د دغه پلاوي نور کسان دي.

اخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چي له ايراني چارواکو سره د دغه سفر د حقيقت درلودلو په اړه خبري اتري پيل شوي، خو د طالبانو ډلې يو چارواکي دغه سفر تاييد کړی دی.

په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو په بلنه د طالبانو یو پلاوي ایران ته تللی او دغه راز ایراني رسنۍ وایي چې سید طیب آغا کوي د دې پلاوي مشري.

بلخوا د طالبانو یو چارواکي له پاکستاني رسنیو سره د دغه سفر موخه له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له طالبانو سره د ایران د راتلونکې همکاري په اړه خبرې اترې کول په ګوته کوي.

د طالبانو یوه غړي وویل: «طالبان به ایراني چارواکو ته خپل سیاستونه روښانه کړي تر څو هغه اندیښنې چې ایران یې د دې سني مذهبه اسلامي ډلې په اړه لري، له مخې لري کړي.»

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له ایراني چارواکو سره د دغه سفر د حقیقت درلودو په اړه خبرې اترې پیل شوې دي.

د دې وزارت ویاند د افغانستان په مشری د سولې له خبرو اترو څخه د ایران پر ملاتړ ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، جانان موسی زي وویل: «د افغانستان د سولې د هڅو په اړه د ایران رسمي دریځ روښانه دی او هغه دا چې ایران د افغانستان دولت په مشری د سولې له بهیر نه ملاتړ کوي.»

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې واشنګټن د طالبانو له مشرتابه سره د سولې پر خبرو اترو تاکید لرلی دی.

طالبانو د دوشنبې په ورځ دا خبره تایید کړه چې د دغې ډلې دوه پلاوي له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه