Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ته د خوستۍ مېرمنو لیک؛ د زده کړو حق دې راکړل شي

طالبانو ته په یو لیک کې خوستۍ مېرمنې لیکي چې دوی نه غواړي د طالبانو د تېرې دورې وضعیت ته بېرته ستنې شي.

په دغه لیک کې چې د ۵۰۰ خوستۍ مېرمنو لخوا لاسلیکونه په کې شوي، ویل شي خوستۍ مېرمنې له جګړو ستومانه شوي، دوی غواړي چې د سولې له روانو خبرو له پیل سره هم‎مهاله اوربند اعلان شي.

دوی زیاتوي طالبان دې له سولې وروسته مېرمنو ته ښوونځیو او پوهنتونو کې د زده ګړو حق او همدارنګه نورو ټولو انساني حقوقو ته د لاسرسي حق ورکړي. 

طالبانو ته پر لیکل شوي لیک باندې د خوستۍ مېرمنو لاسلیکونه او د ګوتو نښان.

مدینه او حلیمه هغه دوې خویندې دي چې پلار یې په ملي پولیسو کې دنده درلوده پنځه کاله وړاندې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. مدینه وايي د پلار په نشتون کې د ژوند خوند ورته تریخ دی. مدینه زیاتوي له هغو ۴۰ تنو له ډلې څخه ده چې طالبانو ته یې لیک لیکلی دی. 

طالبانو ته د لیکل شوي لیک یوه تنه لیکوونکې مدینه وايي:«پلار مې په پولیسو کې دنده لرله او کابو دوه کاله یې وظیفه وکړه، له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. او زموږ ژوند یې را بدل کړ او مو له طالبانو او دولت څخه غوښتنه دا ده چې راشئ او سوله وکړئ!»

په دې لیک کې د خوست ۵۰۰ مېرمنو لاسلیکونه کړي، د دې لیک په یو برخه کې راغلي:«چې افغان امنیتي سرتېري او طالبان د یو هېواد اوسېدونکي دي او دواړه په یوه هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي باید روانه جګړه پای ته ورسېږي. 

خوست کې مدني فعاله محبوبه څرګندوي:«دوی په دې جګړه کې یا پلرونه له لاسه ورکړي او یا هم وروڼه، ترونه او ماما ګان له لاسه ورکړي دي، نو په دې وخت کې دوی د ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ شوي او دغه مېرمنې غواړي چې سوله راشي جنګ جګړې دې ختمې شي، نور دوی دې د امن په فضا کې ژوند وکړي، دغه تاوتریخوالی دغه د ژوند د بدحال نور ختم شي نو ددې لپاره موږ دغه لیک ولیکه.»

طالبانو ته لیکل شوي لیک یوه تنه لیکوونکې فضیله وايي:«په د لیک باندې کابو ۵۰۰ خوست مېشتو لاسلیکونه کړي او ګوتې لګولي، په راتلوونکي انشاالله دا لیک له دې نه هم لوړې او د دوی شمېر زیاتېږي، ځکه چې خوست مېشته ښځې او افغان مېرمنې له جګړې ستومانه شوې دي. په دغه لیک کې د دوی د زړه درد راخیستل شوی دی، څو دواړه مخالفې ډلې سره کېښني، څو په خپله منځ کې سوله رامنځته کړي او د بیا ځل لپاره افغان مېرمنې د غم په ټګر کېښنني.»

سوهیله نوري هغه خوستۍ ده چې دوه میاشتې کېږي د مېرمنو د حقوقي ستونزو د حل په موخه یو دفتر پرانیستی سوهیله نوري وايي د پخوا څخه د خوستۍ مېرمنو پر وړاندې محدودیتونه یو څه راکم شوي خو له طالبانو څخه غواړي چې د خپل تېرې دورې ورته کړنې دې نه تکراروي او د  ښځو حقونو ته دې پام وکړي. 

د سولې کوترې مېرمنو ټولنې مسووله سوهیله نوري څرګندوي:«له طالبانو څخه مو غوښتنه دا ده موږ نه غواړو بېرته هغې تورې دورې ته ولاړ شو، بېرته دوه زرم کال ته ولاړ شو، ځکه په دغو ۱۸ کلونو کې موږ ډېر پرمختګ کړی، خپل حقوق مو وپېژندل، له دوی څخه مو غوښتنه دا ده بشري حقونو ته دې درناوی ولري، ځکه مېرمنې نه غواړي چې هغې تورې دورې ته ولاړې شي چې له دوی له خپلو حقونو نه خبرې نه وې نه شوی کولای په ښوونځیو کې زده کړې وکړي، حتا نه شوی کړای چې له کوره دباندې ووځي.» 

په قطر کې د سولې روانو خبرو ته د افغانانو هیله‎مني څو برابره زیاته شوی ده، خو د خلکو ترمنځه بحثونه دا دي چې له سولې څخه وروسته د طالبانو په راتګ سره د تېرو ۱۸ کونو لاسته‎راوړنې به پرځای پاتې شي او که نه؟

طالبانو ته په لیک شوي لیک باندې ۵۰۰ خوستۍ مېرمنو لاسلیکونه کړي او ګوتې یې لګولې دي، او په دغه لیک کې ویل شي چې خوستۍ مېرمنې له جګړو ستومانه شوي دي.

شریک یي کړئ