په بغلان کې ځايي چارواکي وايي چې بریدګرو یو «سرف»ډوله موټر سره له سپرلیو یې له ځان سره یوړ،خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
رپوټونه رسوي چې طالبانو د جمعې په ورځ د بغلان- کندز پر لویه لاره برید وکړ او په پایله کې یې یو ولسي وګړی ووژل شو.
د بغلان یو امنیتي چارواکی طلوع نیوز ته وايي چې نن ګهیځ(د لیندۍ ۲۶ مه)طالبانو د بغلان مرکزي د شش سرک په سیمه کې پر دغې لویې لارې برید وشو چې د هغوی د ډزو په پایله کې د سراچې ډوله موټر چلوونکی ووژل شو.
دغه چارواکی زیاتوي چې بریدګرو یو سرف ډوله موټر له سپرلیو سره یې له ځان سره یوړ.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.