د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسېدونکي وايي، له لسو ورځو راهیسې یې په ولایت کې د مخابراتي شبکو له پرې کېدو سره یې کارونه ټکني شوي دي.
ویل کېږي، د وسلهوالو تر اخطار وروسته په لښکرګاه او شاوخوا سیمو کې خصوصي مخابراتي شبکې کار نه کوي.
که څه هم د هلمند چارواکو ژمنه کړې وه چې په څو ورځو کې به د مخابراتي شبکو فعالیت بېرته پیل شي، خو د هلمند والي وايي، تر هغو چې وسلهوال او خصوصي مخابراتي شبکي سره هوکړې ته ونه رسېږي دا ستونزه به پر خپل ځای پاتې وي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکي وايي د مخابراتي شبکو له بندېدو سره سم يي له نورو ولایتونو سره اړیکي پرې شوي دي او د دوی ورځن کاروبار هم زیانمن شوی دی.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکی صدیق الله وايي:« دولت هم غلی ناست دی. طالبان یوازې د یوه امر په اجرا سره ټولې مخابراتي شبکې پرې کوي، ایا دولت د دې وس نه لري چې امر وکړي دا شبکې بېرته فعالې شي. زموږ حکومت د خلکو ستونزې په پام کې نه نیسي.»
همدارنګه د لښرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکي حکومت د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له امله په ناغېړۍ تورنوي، او وايي چي حکومتي مخابراتي شبکي کیفیت هم ټیت دی.
بل خوا د هلمند والي وايي د مخابراتي شبکو پر فعالیت باندي د بندیز له امله وسلهوالو طالبانو عام خلکو ته زیان اړولي، او دوی هڅه کوي چي د دولتي مخابراتي شبکي کیفیت لوړ کړي.
د هلمند والي یاسین خان څرګندوي:«هغه شبکې چې بندې شوي زیان یې یوازې عامو خلکو ته رسېدلی. یوازې عام خلک دي چې د هغوی (طالبانو) د ترهګریزو کړنو قرباني کېږي. موږ هڅه کوو ترڅو د مخابراتي شبکو کیفیت لوړ کړو.»
دمګړی په هلمند ولایت کي یوازي یوه دولتي مخابراتي شبکه په خورا ټیټ کیفیت باندي فعالیت کوي. او د خصوصي مخابراتي شبکي ډېر وختونه د وسلهوالو طالبانو د ګواښونو له امله فعالیت بندوي.