Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو پارلماني ټاکنو کې د ګډون لپاره د ولسمشر غني غوښتنه رد کړه

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، په افغانستان کې ټاکنې رڼې نه دي او همداراز زیاتوي چې، خلک باید په دې ټاکنو کې په برخې اخیستو سره خپل وخت ضایع نکړي، ځکه د یادې ډلې په خبره، په دې اړه وروستۍ پریکړه د امریکا متحده ایالاتونو له خوا کیږي.

د خبرپاڼې له مخې، خلک په ټاکنو کې د برخې اخیستو پر ځای دې باید د افغانستان د اشغال د پایته رسیدو په برخه کې ونډه واخلي.

له دې سره، طالبانو بیا نه دي ویلي چې د ټاکنیز بهیر پروړاندې به خنډ شي.

د رای ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر شنبې (د وري په ۲۵ مه) رسماً د افغان ولسمشر اشرف غني او د مېرمن غني له وینا سره پیل شو.

په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني د سولې هغه وړاندیز یې چې طالبانو ته کړی وه تکرار کړ او وې ویل چې طالبان دې جګړه پای ته ورسوي او د یوې سیاسي ډلې په توګه دې نوم‎لیکنه وکړي او په ټاکنو کې دې ګډون وکړي.

د رایو ورکوونکو نوم‎ لیکنه په درېیو پړاونو کې ترسهر کېږي چې د غوايي میاشتې تر ۲۳ پورې د ولایتونو په مرکزونو او د غوايي له ۲۵ د غبرګولي تر ۷مې د ولسوالیو په مرکزونو او د غبرګولي میاشتې له نهمې به تر ۲۲پورې په کلیو کې دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې د رایې ورکړې لپاره د نوم‎لیکنې مرکزونه د نارینه او ښځېنه‎و لپاره جلا ځایونه لري او د پېژندپاڼې درلود او څوک چې  تر۱۸ کلونو پوره عمر ولري، د نوم‎لیکنې شرایط دي. هغه کسان چې په کوم ځای کې نوم‎لیکنه کوي په هماغه ځای کې رایه ورکولی شي.

طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې خلک دې په ټاکنو کې له ګډون سره خپل وخت هسې نه تېروي، ځکه چې وروستۍ پرېکړه امریکا متحده ایالاتونه کوي

شریک یي کړئ