Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو پر شپږو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی

 د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‎لیک د وروستي کېدو په درشل کې، طالب جنګیالیو د هېواد په شپږو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د کندوز، تخار، بدخشان، بلخ، فراه او هرات هغه ولایتونه دي چې په دې وروستیو ورځو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو نښتو شاهد دي.

طالبانو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د امریکا د بیا بیا غوښتنې پرخلاف، په دې وروستیو کې پر یو شمېر ولایتونو کې چې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډه پولې لري خپل بریدونه زیات کړي دي.

ځينې پخواني پوځيان وايي چې طالبان په دغو سټراټېژیکو ولایتونو کې د بریدونو له زیاتوالي سره، هڅه کوي د سولې په خبرو کې ډېر امتیاز ترلاسه کړي او همدارنګه په هغو ولایتونو کې چې په سنتي توګه د طالبانو اصلي اډې نه دي خپله واکمني زیاته کړي. 

د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال مرزا محمد یارمند په دې اړه وویل:«دوی بهرنی ملاتړ لري، خو د دوی بله موخه دا ده ۱۲۰۰ بهرني ترهګر چې اوس په بدخشان کې دي خپلې هستې منځنۍ اسیا ته ولېږدوي.»

پخوانی پوځي محمداګل مجاهد هم څرګنده کړه:«طالبان غواړي چې امتیاز ترلاسه کړي.»

خو افغان پوځیان وايي دوی به په ټول توان سره د ترهګرو په وړاندې ودرېږي.

د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو غړی وايي:«د تېرې یوې، دوه ورځو په لړ کې دښمن په کندوز کې پراخ بریدونه لرل چې الحمدالله د افغانستان د ځانګړو قطعاتو له خوا دفع شول.»

د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو بل غړي هم وویل:«موږ چمتو یوو چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي د افغانستان له ملت شریف څخه دفاع کړو.»

په دې لړ کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ادارو مسوولین طالبان د ښارونو او سټراټېژیکو سیمو په سقوط کې ناتوانه بولي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په ډاګه کړه:«طالبانو نن چې څو تنه د همدغه کندوز دي او طالب دي هغوی یې ووژل، په داسې حال کې چې د هغوی مشران له هېواده بهر په قطر کې ښايي په خوب کې وي.»

خو د دې ټولو سربېره هېوادوال له دغو جګړو او تاوتریخوالي ستومانه شوي دي.

د بلخ اوسېدونکی میرویس وايي:«خلک له دغو خوځښتونو (جګړو) ډېر ستومانه شوي دي.»

د بادغیس اوسېدنکی محمد یاسین نورزاد څرګنده کړه:«دولت باید د طالبانو د عملیاتو مخه ونیسي.»

که څه هم د هېواد په ډېری شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې په وروستیو اوونیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي، خو په سوېلي، ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو کې په دې ورځو کې لږ د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې خبرونه رارسېږي.

پخواني پوځیان وايي طالبان په دغو بریدونو سره غواړي خپل ځواک وښيي او د سولې په خبرو کې لازیات امتیازات ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ