وسلهوالو طالبانو نن سېشنبې په ورځ یوه بجه په فېروز کوه ښار کې پر ټاکنیزو مرکزونو برید او پنځه تنه یې له ځان سره بیولي دي.
د غور د امنیه قومندان ویاند محمد اقبال نظامي د دغه خبر له پخلي سره وايي چې درې تنه تښتول شوي کسان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون کارکوونکي دي او دوه تنه نور یې پولیس دي.
د نظامي په وینا، دغه کارونکي د رای ورکوونکو نوملیکنې په مرکز کې کار کوه چې طالبانو پر هغوی برید وکړ او وروسته یې له ځان سره بوتلل.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د رای ورکوونکو د نوملیکنې بهیر د شنبې په ورځ په رسمي توګه پیل شو.
تراوسه د هغو کسان شمېر کم او تت دی چې د رای ورکوونکو د نوملیکنې مرکزونو ته راځي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې په راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر وغوړېږي.