Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو یو ځل بیا د میرزااولنګ پر درې برید کړی

په سرپل ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې طالبانو تېره شپه د میرزااولنګ په دره کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي او تراوسه د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

د هېواد په شمال کې د پوځ د رسنیو د دفتر مسوول نصرت الله جمشیدي وایي، چې نښتې، تېره نیمه شپه پیل شوې.

د هغه په وینا نښتې هغه مهال پیل شوې چې طالبانو د کلته تاوه او سبرګلې په کلیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

جمشیدي زیاتوي، چې طالبانو دوه پوستې ولکه کړې دي، خو د میرزااولنګ درې مرکز د امنیتي ځواکونو په اداره کې دی.

له دې سره یوه سرچینه طلوع نیوز ته وایي، چې طالبانو د شیرم په نوم تپه ولکه کړې ده او طالبانو د میرزااولنګ دره کې هم شته.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال د زمري په ۱۴ مه داعش او طالبان په ګډه د سرپل ولایت پر میرزا اولنګ درې بریدونه وکړل او د دغې درې څه باندې ۵۰ تنه یې په ډزو سره ووژل.

په هغه وخت کې سیمه‎ییزو چارواکو پر مرکزي حکومت نیوکه وکړه چې په دغې سیمه کې له څور ورځې نښتې څخه وروسته مرکزي حکومت هغوی ته مرستندویه ځواکونه وا نه ستول او بالاخره دا ناورین رامنځته شو.

شریک یي کړئ