Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان تاییدوي چې د دغې ډلې استازو له خلیل‎زاد سره لیدلي

طالب ډله د دې پخلی کوي چې قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر رییس، او ځينو غړو د افغانستان د سولې لپاره د امریکې له ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد سره لیده کاته کړي دي.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، دغه لیدنه د جمعې په ورځ (د تلې په ۲۰ مه) په دوحه کې شوې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرکچي پلاوی چې په ترکیب کې یې د دغه دفتر مشر، شیرمحمد عباس ستانکزی، د سیاسي دفتر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سیاسي دفتر غړي هر یو شیخ  شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین شامل وو.

طالبان وايي چې په دغې لیدنه کې د امریکې له مرکچي پلاوي سره چې مشري یې خلیل‎زاد په غاړه لرله، دواړو لورو هوکړه کړې چې د ښکېلاک د پای ته رسېدو او د افغانستان د سوله‎ییز حل په اړه سره غږېدلي دي.

د طالبانو استازي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون د ستونزو د حل په وړاندې لوی خنډ بولي او زیاتوي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، او خپل اسلامي ارزښتونه او ثقافت لري. دې ته په پام کې نیولو سره باید واقعي او افغان شموله حل لپاره دې هڅې وشي.

د طالبانو ویاند وايي چې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې په راتلونکي کې به هم خپلو غونډو ته دوام ورکړي.

دا له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د استازو دویمه لیدنه ده چې د روان زیږدیز کال په اوړي کې د سپينې ماڼۍ له خوا په نېغه توګه د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د حکوم له صادرېدو وروسته ترسره کېږي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان مني له امریکايي چارواکو سره یې د افغانستان د سولې په اړه لیدنه کړې ده.

دغې ډلې د روان کال د جولای په میاشت کې د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس وېلز سره لیدنه تایید کړې نه وه.

زلمی خلیل‎زاد له هغې وروسته کله چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وګمارل شو د افغانستان او پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته یې لس ورځنی سفر پیل کړ.

هغه تېره اوونۍ کابل ته راغی او له حکومت او طالبانو نه یې وغوښتل چې خپل مرکچي پلاوی چمتو کړي. وروسته بیا پاکستان ته ولاړ او تېره ورځ هم له قطر نه لیدنه وکړه.

د رپوټونو پر بنسټ، د سولې خبرو اترو ته د طالبانو اړویستلو څرنګوالی او په افغانستان کې د سولې اسانتیاوو برابرول له پاکستاني او قطري استازو سره د ښاغلي خلیل‎زاد د خبرو اترو چورلیزونه وو.

شریک یي کړئ