Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبان که د سولې سره یوځای نه شي نو له منځه به یووړل شي

د کندز والي، اسدالله عمرخېل طالبانو ته ګواښ کوي چې که د سولې له بهیر سره یوځای نشول نو له منځه به یوړل شي.

دی زیاتوي که طالبانو تر راتلونکې یوې میاشتې خپلې وسلې پر ځمکه کې‎نښودې، نو کندز به ورته په ګور بدل کړي.

ښاغلی عمرخېل زیاتوي:«عملیات روان دي، دښمن د مبارزې تاب لري او تېره ورځ هم په قلعه‎زال کې ۱۵ تنه وسله‎وال ووژل شول او ۱۰ تنه یې ټپیان وو، خلک دې تشویش نه کوي، دا دښمن انساني دښمن دی چې نه په اسلام او نه هم په نړۍ کې ځای لري.»

په همدې حال کې د کندز ولایت امنیتي چارواکي څرګندوي چې په دې وروستیو کې ډېر شمېر کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د ۸۰۸۰سپین‎زر قول اردو قومندان، شېر عزیز کامه‎وال څرګندوي:«موږ بېزونه جوړوو چې خلک دلته په آرامه ژوند وکړي او زه د کندز، تخار او بدخشان خلکو ته د لارې خلاصون مبارکي وایم او دا د ځانګړو ځواکونو یوه بریا وه چې لاره خلاصه شوه.»

په همدې حال کې د پامیر شلمه فرقه وايي چې تېره یوه اوونۍ کې د کندز په نښتو کې ۱۰۰ طالب وسله‎والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پامیر شلمې فرقې قومندان، عبدالمالک کریمي زیاتوي:«موږ د هېواد دفاع په لاره کې له خپل سره تېرو یوو او ټول سرتېرو هم، او هغه کسان چې غفلت کوي، ډېر کم دي او په وخت یې سزا لیدلي او وبه یې ګوري او دا چې د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او ملي دفاع وزارت ښه همغږي کوي، دا زموږ لپاره تشویق دی.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د کندز ولایت څلور ولسوالۍ او د ښار یو شمېر سیمې په لاس کې لري او افغان ځواکونه لا هم له دې ډلې سره په نښته بوخت دي.

شریک یي کړئ