په کندهار کې له وسلهوال برید او د جنرال عبدالرازق له وژل کېدو څلور ورځې وروسته، د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي هغه ګنګوسې چې ګواکې پرېکنده ملاتړ ماموریت په دغې پېښه کې ښکېلوي، حقیقت نهلري.
ښاغلی عبدالله وايي چې په دې اړه شایعات«د افغانستان د خلکو د دښمنانو او د هغوی د سیمهييزو ملاتړو» له خوا خپاره شوي دي.
اجراییه مشر چې نن (دوشنبې، د تلې ۳۰ مه) له غرمې وروسته د وزیرانو شورا کې وینا کوله وویل:«داسې ګنګوسې شته چې ګواکې د کندهار پېښه پر غوڅ ملاتړ ماموریت پورې تړاو لري. دا شایعات د افغانستان د دښمنانو او د هغوی د سیمهییزو ملاتړو له خوا خپاره شوي دي.»
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«هغه کسان چې دغو ګنګوسو ته لمن وهي، د خلکو دښمنانو جنایتونو ته توجیه ورکوي. د طالبانو جنایتونو ته توجیه ورکول په خپله له خلکو سره دښمني ده.»
د کندهار ولایت پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د امنیت رییس، د پنجشنبې په ورځ هغه مهال کله چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره له یوې امنیتي ناستې بهر کېده، د کندهار ولایت په انګړ کې پرې ډزې وشوې او ووژل شول.
په ورته وخت کې د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی چې د دغې پېښې د څرنګوالي څېړلو لپاره کندهار ته تللی وايي هغه بریدګر چې جنرال عبدالرازق یې ووشت، له جعلي پېژندپاڼې، جعلي نوم او له سخصي تضمین سره یوه نیمه میاشت مخکې د کندهار د والي د ساتونکي په توګه په دنده ګمارل شوی وه.
د معصوم ستانکزي په وینا، دغه کس، (بریدګر) له برید پنځه دقیقې مخکې، د پولې هغې غاړې ته له ځينو کسانو سره ټلېفوني اړیکه نیولې وه.
بل پلو د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان نن د کندهار د امنیه قومندانۍ د سرپرست په توګه وګمارل شو.