Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: افغانستان د اوبو مدیریت کې د نړۍ همکار پاتې کېږي

تاجکستان د دوامداره پرمختګ لپاره د اوبو د درې ورځنۍ غونډې کوربتوب کوي، په دغه ناسته کې د ۷۰ هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی دی چې د اوبو مدیریت او همداراز د ځمکې تودوخې زیاتوالي مخنیوي په اړه خبرې اترې کوي.

د دې ناستې ګډونوال ټینګار کوي چې د اوبو ساتنې په موخه باید سیاسي، مذهبي، قومي او ژبني توپيرونو سیالي پرېږدي.

د افغانستان اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله هم په دې ناسته کې ګډون کړی او په هېواد کې د تودوخې درجې د زیاتوالي د پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

عبدالله وايي:«افغانستان به تر ۲۰۵۰ کال پورې د یو اعشاریه پنځه درجې تودوخې او همداراز د خپل نفوس له دوه برابره کیدو سره مخامخ شي، په مقابل کې یوه له بدبینۍ ډکه سناریو ددې ښودنه کوي چې په راتلونکو ۳۲ کلونو کې به زموږ په هیواد کې د تودوخې درجه تر درې سانتي ګرید پورې زیاته شي.»

په همدې حال کې د تاجکستان ولسمشر، اما علي رحمان په دې ناسته کې وویل:«د سیمې هېوادونه د اوبو له کمښت سره مخ شوي دي... داسې حالت زموږ ښې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا لري.»

له دې سره سره د پاکستان ولسمشر د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د سیالیو خبره کوي.

د پا کستان ولسمشر، ممنون حسین زیاتوي:«دا زموږ لپاره د انديښنې وړ ده چې زموږ دوولس سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري، له دې جملې له درېیو یوه برخه خلک بنسټیزو روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نلري.»

دا غونډه به یوه ورځ نوره هم روانه وي او راتلونکي لس کلونه یې د اوبو د مدیریت لپاره د عمل لسیزه ونوموله.

تاجکستان کې اوبو نړیوال کنفرانس ګډون‎کوونکي وايي چې په نړۍ کې کابو دوه میلیارده خلک د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري

شریک یي کړئ