د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدلله وايي چې د سولې په مشورتي جرګه کې به ګډون ونه کړي.
ښاغلي عبدالله، ویلي چې دغه جرګه په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره ګټوره نه ده.
د ثبات او همپالنې ډلې په یوې اعلامیه کې راغلي دي چې د سولې مشورتي لویې جرګې په اړه له دوی سره مشوره نه ده شوې:«موږ د ثبات او همپالنې ډله، نه د ګوندونو او نه هم په دغې ډله کې د شخصیتونو په شمول او نه هم د حکومت په کچه، تر دې پړاوه د داسې غونډې د جوړېدو د مشورې لوری نه وو او په ورته وخت کې، د دغې غونډې لپاره قانع کوونکي دلایل هم نه وینوو.»
اعلامیه همدارنګه لیکلي:«د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله اعلان وي چې د «سولې مشورتي جرګې» تر نامه لاندې غونډه کې به ګډون ونه کړي او دا غونډه د افغانستان د شته ستونزو د حل لپاره ګټور نه ګڼي.»
ټاکل شوې ده چې د سولې مشورتي جرګه د غوايي میاشتې په نهمه نېټه جوړه شي او په هغې کې به له ټول هېواده څه باندې دوه زره تنه ګډون وکړي.
حکومت وايي چې په دغې غونده کې به له طالبانو سره د خبرو اترو سرې کرښې مشخصې شي.