Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د نړۍ د اقلیم بدلون افغانستان هم زیانمن کړی

د افغانستان په اړه د ژنف کنفرانس په لومړۍ ورځ کې په افغانستان کې د وچکالۍ پر مهال د خوړو امنیت او ژوند په اړه یوه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په دې ناسته کې وویل، د هوا بدلون په افغانستان او نورو هیوادونو کې زیات زیانونه رامنځته کړي  دي.

ښاغلي عبدالله ویلي د افغانستان ۳۲ ولایتونه د وچکالۍ له امله اغیزمن شوي دي او له دریوو میلونو زیات کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ده همداراز وویل چې د اقلیم د بدلون په حال کې دی او افغانستان یې هم له پایلو بې برخې نه دی پاتې شوی.

ښاغلی عبدالله په خپلو څرګندونو کې د کورنیو بې ځایه شویو او کډوالو په اړه وایي:« د بې ځایه شویو پر اصلي لاملونو باید کار وشي. باید کورنیو راستنیدونکو ته شرایط برابر شي، د دې ترڅنګ هېواد ته د داوطلبانه کډوالو بېرته راتلو ته د زمینو برابرول د ثبات لپاره مهم عنصر دی.»

بل خوا امریکامتحده ایالاتو د ژنیو په کنفرانس کې اعلان وکړ چې واشنګتن به د افغانستان د یو ځواکمن همکار په څېر پاتې کېږي.

کابل کې د امریکا سفیر، جان بس دې ناسته کې وویل:« زه غواړم پر دې ټینګار وکړم چې امریکا به د افغانستان د یوه همکار په توګه پاتې کېږي او د افغانستان د حکومت د اهدافو ترلاسه کیدو ته ژمن دی.»

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ژنف د دویمې ورځې (نن چهارشنبې) په غونډه کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه بحث وشي.

امریکامتحده ایالاتو د ژنیو په کنفرانس کې اعلان وکړ چې واشنګتن به د افغانستان د ځواکمن همکار په څېر پاتې کېږي.

شریک یي کړئ