Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله د مُلکي مرګ ژوبلې پر مخنیوي ټینګار وکړ

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس او ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدلله، نن دوشنبې(د وږي ۴مه) د وزیرانو شورا په غونډه کې په جګړو کې د مُلکي مرګ ژوبلې پر مخنیوي ټینګار وکړ.

ښاغلي عبدالله وویل د هغو خلکو مرګ وژبلې مخنیوی وشي چې په تپل شویو شرایطو کې د هېواد له نظامه دفاع کوي.

د اجراییه رییس په وینا، د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی باید د امنیتي بنسټونو د مسوولانو په لومړيتوب کې وي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«له بده مرغه په دې وروستیو کې د عملیاتو په لړ کې مُلکي مرګ ژوبله زیاته شوې او رپوټونه د دې ښودنه کوي چې دا شمېر په تېر کال په پرتله ډېر دی او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی باید زموږ په لومړيتوب کې وي.»  

بلخوا اجراییه رییس د هېواد په لویو لارو کې د ناامنیو د شتون په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې طالبانو له لویو لارو د عوایدو د سرچینو په توګه استفاده کوي او امنیت له منځه وړي.

ښاغلي عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«د لویو لارو امنیت چې په دې وروستیو کې ډېرې پېښې رامنځته کېږي او له بلخوا طالبان له موکې په استفادې سره، لویې لارې یې پر عایداتي سرچینې بدل کړې دي.»

اجراییه رییس همدارنګه وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې نه دي خو په دې اړه هڅې روانې دي.

اجراییه رییس وویل:«د سولې مذاکرې د دواړو لورو ترمنځ لا پیل شوې نه دي، خو په د برخه کې هڅې روانې دي او د دې وخت دی چې مقابل لوری هم قناعت وکړي او د افغانستان د خلکو غوښتنو او د بې ګناه خلکو وژلو ته چې له بده مرغه د اوږدو کلونو په موده کې، شاهد یې یوو. خو هغه پېښې چې تېره ورځ په کابل او ننګرهار کې وشوې د هغه مصیبت بېلګې دي چې د افغانستان خلک یې په دوامداره توګه زغمي.»

هغه همدارنګه له ټاکنیزو کمېسیونونو وغوښتل څو د ټاکنو روڼتیا لپاره جدي پاملرنه ولري.

عبدالله عبدالله په ډاګه کړه:«ټاکنیز کمېسیونونه باید د هېواد د قانون په چاوکاټ کې د هېوادوالو او نوماندانو غوښتنو پر بنسټ د بشپړه روڼتیا او بې‎ پرېوالي لپاره پاملرنه ولري.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د وران کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. د نورو مسایلو ترڅنګ، د دغه بهیر د امنیت تامین، تر ټولو لوی لومړیتوب دی چې کابل او ملاتړي یې تل پر هغه ټینګار لرلی دی.

شریک یي کړئ