Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله: هېواد کې د سولې ټینګښت موکه له لاسه ووته

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې هېواد په یوه حساس حالت کې دی او هغه موکه چې د سولې ټینګښت لپاره رامنځته شوې وه، هم له لاسه ووته.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې د لویې جرګې په تالار کې د احمد شاه مسعود د اتلسم تلین په مراسمو کې وکړې.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله څرګنده کړه:«نن له بدغه مرغه له سولې دومره واټن لرو چې تېرو کلونو کې لرل، د سولې په اړه وروستي خبرونه تاسې واورېدل او یوه موکه چې ښايي په افغانستان کې د سولې لپاره یو فرصت و، هغه موکه هم له لاسه ووته.»

د ولسمشر پخوانی مرستیال چې هغه هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و، په دې باور دی چې په جلا جلا حرکتونو سره به په هېواد کې سوله او یووالی رامنځته نه شي.

د ولسمشر پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وویل:«د مقاومت او جهاد حوزې پر چورلیز زموږ د افغانستان خلک خپل یووالی په شعار کې نه بلکې په عمل کې رامنځته کړي، موږ د سولې راوستو لپاره باید له تعرف شوي یوه پروګرام ملاتړ وکړو.»

د احمد شاه مسعود د بنسټ رییس احمد ولي مسعود هم وايي:«هېواد یوځل کړکېچ حالت ته تللی، او نن دقیق نه پوهېږو  چې ټاکنې څنګه دي او سوله څنګه ده، دواړه ګنګ او مبهم دي.»

د سولې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد چې د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې د احمدشاه مسعود د اتلسم تلین په مراسمو کې وینا کول، څرګنده کړه:«افغانستان بیا په کړکېچ کې دی، هغو خلکو چې د افغانستان لپاره قرباني ورکړې او ازموینه ورکړې همدا خلک دې بیا سره یولاس شي.»

احمد شاه مسعود د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د وږي په اتلسمه د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د دوو تنو لخوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

شریک یي کړئ