Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: مؤقت حکومت د خلکو په ګټه نه دی

د افغانستان د حکومت اجراییه رییس وایي، د مؤقت حکومت رامنځته کول د افغانستان د خلکو په خیر کار نه دی او دا حکومت به رامنځته نه شي. عبدالله عبدالله وايي، هغه سوله باطله ده چې په وینا یې د افغانستان د خلکو حقونه پکې قرباني شي.

عبدالله عبدالله وایي، طالبانو دې یوازې د افغانستان د دولت تر اډانې لاندې سوله وکړي.

اجراییه ریس چې د هیواد د اساسي قانون د تصویب د اونۍ په مراسمو کې یې خبرې کولې وايي طالبان د بهرنیو ځواکونو د شته والي په پلمه جګړې ته دوام ورکوي او حاضر نه دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله وویل:«په لجاجت او د هر جنایت د مسوولیت منلو سره هر معیار او اوصولو باندې چې تاسو بحث کوئ، وايي چې د افغانستان دولت سره خبرې نه کوو.»

ښاغلی عبدالله په هر ځای کې د خبرو د لارو پرانیستل له ملي ګټو سره سم نه ګڼي او د اساسي قانون په منلو سره د افغان دولت په چوکاټ کې له طالبانو سره پر خبرو ټینګار کوي.

دی زیاتوي:«‎که موقت حکومت مو وویل نو بیا به هماغه موقت حکومت وي، چې ډاکټره سیما سمر یې مرستیاله وه، زه فکر نه کوم چې بیا به دا ترتیب کار وکړي، دا کار باید زموږ سیاستوال درک کړي، دا کار نه کیږي او که وشي د خلکو په خیر نه دی.»

په همدې حال کې سیما سفر وايي:«په دې ورځو کې چې که قانون د سولې په پلمه ترپښو لاندې شي، موږ به بیا زورواکۍ لورې ته ولاړ شو.‎»

له بلې خوا د ولسمشر دوهم مرستیال، محمد سرور دانش د امریکا د پراختیايي ادارې له سرپرست سره په کتنه کې د هغې طرحې افشا کول چې د رند څیړنیز بنسټ لخوا برابره شوې د افغان حکومت او د نړیوالو همکارانو د هڅو په وړاندې خنډ بولي او ټینګار کوي چې د سولې په بهیر کې هیڅوک نشي کولاي د افغانستان حکومت او خلکو ته بې پامي وکړي.

د ولسمشر د دوهم مرستیال سلاکار، محمد هدایت وايي:« هیڅ دولت، هیڅو یو بنسټ او هیڅ یو شخص د افغانستان له دولته پرته د دې واک نلري چې د افغانستان مسایلو لکه سوله او نورو لویو مسایلو په اړه بحث وکړي.»

همداراز د ولسي جرګې غړی، علي اخلاقي څرګندوي:«هغه طرحه چې د اساسي قانون خلاف وي د افغانستان خلکو لپاره د منلو وړ نه ده، اساسي قانون یوه ملي وثیقه ده. »

د ملي یووالي حکومت ټینګار کوي په تیرو څو کلونو کې د هیوادوالو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به د افغانستان د خلکو قربانیو ته بې پامي ونشي. 

نوموړی وایي، د افغانستان اسلامي جمهوریت نوم به بدل نه شي.

عبدالله: مؤقت حکومت د خلکو په ګټه نه دی

اجراییه رییس چې د اساسي قانون د تصویب لمانځغونډه کې خبرې کولې، وايي طالبان د بهرنیو ځواکونو د شتون په پلمه جګړه کوي او چمتو نه دي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي

شریک یي کړئ