Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: موږ چمتو یوو چې له طالبانو سره په نېغه توګه خبرې وکړ

د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله د کابل بهیر د دویمې غونډې په پای کې وویل سولې ته لاسرسی او امنیتي همکاري د افغانستان د خلکو له سترو هیلو څخه دي.

ښاغلي عبدالله د سولې او امنیت په اړه د ولسمشر ویناوو ته په نغوتې سره وايي زموږ ملي موخه عادلانه سولې ته رسېدل دي.

هغه وویل:«موږ چمتو یوو په نېغه او له هر ډول قید او شرط یا ګواښ او تاوتریخوالي څخه پرته خبرې وکړو. زموږ پيغام واضح او روښانه دی. موږ له طالبانو سره خبرو او مذاکرې ته د یوې واقع‎بینانه سوله‎ییز پروګرام چې زموږ ترمنځ اختلاف یا هغه پېښې چې د جګړې لامل شوی، بحث کولو ته ژمن یوو. موږ د یوه بااعتباره سولې او پت‎لرونکي راستنېدو پلویان یوو.»

ښاغلي عبدالله همدارنګه د ژنو غونډې ته په اشارې سره چې تېره ورځ جوړه شوې وه وویل:« تېره ورځ د ژنو په غونډه کې مې د تخصصانو په ټولګه کې وویل چې کارپوه د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې په اړه بېلابېلې انګېزې لري. ځينې وايي چې د افغانستان د جغرافیايي موقعیت له امله دي، ځينې نور بیا د جیو- سیاسي او جیو – اسټراټېژیکو سیالیو ګټو ته پاملرنه بولي او ځينې نور بیا له افغانستان سره د دولتي نظام اړیکه د دغه کړکېچ لامل بولي.»

ښاغلي عبدالله همدارنګه زیاته کړه چې افغانستان غواړي له ګاونډیو او سیمه‎ییزو هېوادونو سره دوستانه اړیکې او همکاري ولري.

هغه څرګنده کړه:«موږ د ګډو کار څخه پرته بله ټاکنه نه‎لرو، د استخباراتي مالوماتو تبادله، همغږي او د اړتیا په وخت کې، له تړاو او انګېزو څخه پرته د ترهګرۍ په وړاندې عملي اقدام.»

شریک یي کړئ