Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ښځو په وړاندې د مبارزې د شپاړس ورځني کمپاین په وروستۍ ناسته کې چې سپیدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، وايي ولسمشریزې ټاکنې به په خپل ټاکلي وخت ترسره او د سولې خبرې اترې به د دغې چارې په وړاندې خنډ رامنځته نه کړي.

ښاغلی عبدالله وايي که‎چېرې د سولې بهیر کې لاسته راوړنې په پام کې ونه نیول شي، نو دا چاره به دوامداره بې ثباتي رامنځته کړي.

هغه زیاتوي چې حکومت د سولې بهیر کې د څه باندې یوې لسیزې لاسته راوړنو خوندیتوب ته ژمن دی.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل:«د افغانانو د لاسته راوړنو خوندیت او ساتنه په هېواد کې د سولې او ټیکاو د ټينګښت په مانا دي او له هغې سترګې پټول د دوامداره بې ثباتۍ او مانا ده. افغانان دا لاسته راوړنې خوندي ساتي.»

عبدالله عبدالله د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې خپل ټول پروګرامونه د قانون پربنسټ پلي کړي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«د سولې بهیر باید د جګړې د پای لپاره مخ ته یوړلی شي، د دغه بهیر لپاره په ولسمشریزو ټاکنو کې ځنډ په هېڅ ډول مطرح نه دی. د ملي یووالي حکومت مشران په دې اړه روښانه دریځ لري.»

په دغه ناسته کې د حج او اوقافو وزیر وايي دا وزارت به د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه په ګوته کړي او تراوسه یې څه باندې دولس هغه لاملونه مالوم کړي چې تاوتریخوالی رامنځته کوي.

اجراییه رییس زیاتوي په بدو کې د نجونو ورکول ډېر کم شوي خو دا کار د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو په مانا نه دی.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پرخلاف د مبارزې شپاړس ورځنی کمپاین هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت د څرنګوالي لپاره ترسره کېږي.

ښاغلی عبدالله وايي که‎چېرې د سولې بهیر کې لاسته راوړنې په پام کې ونه نیول شي، نو دا چاره به دوامداره بې ثباتي رامنځته کړي .

شریک یي کړئ