Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله په ډاووس کې؛ طالبان اسلامي امارت غواړي

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله په سویس ښار کې نړیوالۍ اقتصادي غونډې ته په وینا کې وویل چې طالبان داسې ګڼي هغه نظام چې دوی یې غواړي خلک یې هم غواړي، خو داسې نه دی.

ښاغلی عبدالله د سولې او پخلاینې په اړه يوه بحث کې د خلکو په ژوند کې د تېرو اتلسو کلونو بدلونونو د رامنځته کېدو خبره کوي خو د ځینو فرصتونو له لاسه وتل هم مني. 

هغه د سولې په وړاندې تر ټولو ستر خنډ د طالبانو لخوا له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو ردېدل بولي.

اجراییه رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«اصلي خنډ دا دی چې طالبانو څو ځله له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې دي، موږ وایو چې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو په ګډون د حکومتوالۍ د څرنګوالي په هکله خبرې وکړو خو دوی وايي د ځواکونو د وتلو په اړه له امریکایانو سره خبرې کوو.»

هغه په دې باور دی چې خلک به هېڅکله د تېرې یوې نیمې لسیزې له لاس ته راوړنو تېر نه‎شي او د طالبانو امارت به ونه مني.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:« آیا د خبرو د پیلولو لپاره شرط شته، نه ځکه موږ له طالبانو سره د خبرو د پیلولو لپاره هېڅ شرط نه دی وړاندې کړی، خو طالبانو ځانګړې مفکوره لري، خو په تېرو اتلسو کلونو کې په افغانستان کې ډېر څه بدل شوي خلک به له خپلو حقونو شاتګ ونه‎کړي، طالبان باید د خبرو مېز ته راشي که خلک د طالبانو د ژوندانه د طریقې غوښتونکي دي راشئ پرې بحث به وکړو خو دا د طالبانو مفکوره ده چې وايي د دوی طریقه د خلکو لپاره ښه ده.»

په دغه بحث کې د قطر د لومړي وزیر مرستیال په قطر کې د امریکا له استازو سره د طالبانو د تېرې ورځې خبرو ته په اشارې سره د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې خبره کوي.

د قطر د لومړي وزیر مرستیال خالد العطیه څرګنده کړه:«نورو کړکېچونو ته چې قطر یې د هواري په لټه کې دی یو هم د افغانستان کړکېچ دی.» 

د افغانستان اجراییه ریس له هېواده بهر د ترهګرو پر امنو پټن‎ځایونو نیوکه کوي او هغه د سولې په وړاندې بل خنډ ګڼي.

شریک یي کړئ