Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله یو ځل بیا د حکومت له مخالفانو سره خبرو ته چمتوالی وښود

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله یو ځل بیا د دولت وسله‎والو مخالفینو سره د حکومت د چمتوالي خبر ورکړ.

نوموړې چې نیویارک کې د نیلسن منډيلا په ویاړ د سولې په غونډه کې خبرې کولې وویل حکومت چمتو دی د هغو وسله‎والو سره خبرې وکړې چې سولې ته لېوالتیا ولري.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د افغانستان حکومت له خلکو او د هغوی له حقونو دفاع کوي، خو ترڅنګ یې چمتو دی له هغو وسله‎والو سره خبرې وکړي چې ترهګري پرېږدي او ډموکراسۍ، سولې او له اقتصادي پلوه هوسا افغانستان ته ژمن ووسي.

اجرائیه رئيس په دغه غونډه کې وویل، هغه او افغان پلاوی ویاړي چې د ملګروملتونو اویایمې ناستې په څنډه کې د نلسن منډیلا زړکړې په ویاړ د سولې په جوړه شوې ناسته یې ګډون کړی دی.

هغه وړاندې وویل:«ویاړو چې نن د آزادۍ بیلګې او د بشري حقونو مداع، د پيړۍ مهم شخصیت نلسن منډیلا زوکړه لمانځو. نه یوازې یوه لمانځنه نه بلکې هغه موکه ده چې د نړۍ په کچه ریښتیني ستونزې، د انسانانو او ټولنو قربانۍ وڅېړو.»

عبدالله عبدالله وړاندې وویل:«نن یوازې دا نه ده چې موږ خپل اخلاقي او قانوني مسوؤلیت د سولې ملاتړ سره ترسره کوو، بلکې موږ سولې ته د رسېدو، د جګړې مخنیوي، د پخلاینې لپاره د هڅو، د توپیر له منځه وړو او د بشري حقونو د تشویق د بیا کتنې موکه لرو.»

اجرائیه رئیس په دې ناسته کې وویل چې زه د داسې هېواد او خلکو په استازي توب خبرې کوم چې تېرو څلویښتو کلونو کې د نښتو، د پردیو د لاسوهنو او د ډېرو ستونزو شاهدان وو او دا ټول له بهره پرې تحمیل شوي دي.

هغه وویل: « موږ د تروریزم په وړاندې مبارزه کې د خپلو وسله والو ځواکونو او همداراز د خپلونړیوالو ملګرو له پرېکړې او ارادې څخه چې زموږ د ګډو ارزښتونو او اهدافو څخه دفاع کې زمونږ ترڅنګ ولاړ دي مننه او قدرداني کوو.»  

همداراز هغه وویل، د حکومت پیغام روښانه دی، مونږد خپل هېواد او د خلکو ژوند او حقونو څخه د قانون په رڼا کې دفاع کو. خو په ورته وخت کې چمتو یو هغه مخالفینو سره چې سوله غواړي، ترهګري پرېږدي او د متحد، د موکراتیک، سوله ییز او د اقتصادي پلوه د مرفه افغانستان غوښتونکي وي، خبرې وکړو.

موږ د خپل هېواد او د خلکو ژوند او حقونو نه د قانون په رڼا کې دفاع کو، خو په ورته وخت کې چمتو یو هغو مخالفینو سره چې سوله غواړي، خبرې وکړو

شریک یي کړئ