Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عدلي ارګان؛ ولسمشر يې ستايي؛ خو خلک يې تر ټولو فاسد بولي

د افغانستان د روڼتیا بنسټ د دوو کلونو په اوږدو کې د هېواد په څلور دیرشو ولایتونو کې له اداري فساد سره د مبارزې په تړاو نظر پوښتنه ترسره کړې ده .
 
دې بنسټ په ټول هېواد کې له شاوخوا اته زره تنو پوښتنې کړې دي، چې خلکو تر ټولو فاسد ارګان عدلي ارګان یاد کړی دی. 

د یاد بنسټ راپور کاږي ۱۴ سلنه مرکه کوونکي په دې باور دي چې محکمې په افغانستان کې تر ټولو فاسدې ادارې دي، ۱۰ سلنو بیا د پوهنې وزارت تر ټولو فاسد بللی او نهه سلنه مرکه کوونکو لویه څارنوالي د افغانستان د تر ټولو فسادې ادارې په توګه یاده کړې ده .

د دې بنسټ مشر سید اکرام افضلي په همدې مناسبت جوړې کړې غونډې ته وویل: «عدلي او قضايي بنسټونه، پوهنې وزارت او نور بنسټونه تر ټولو فاسد یاد شوي دي.»

افضلي خبرداری ورکړ، چې موږ په وړاندې بیا دوه لسیزې وخت نه لرو، بلکې دوه کاله وخت لرو: «چې یا ځانونه سم کړو، حکومت سم کړو، نظام سم کړو یا خدای نخواسته له یوې بلې بدبختۍ سره مخ شو.»

په دې پوښتنپاڼه کې ټاکنیز کمیسیونونه هم د فاسدو بنسټونو په کتار کې راغلي دي، چې پخپله يې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون هم پخلی کوي. 

د دې کمیسیون مشر عبدالعزیز اریایي وايي: «تر څو چې په بنسټیز ډول د افغاني ټولنې په مختلفو قشرونو کې د پراخو سمونونو لپاره ټاکنیز کمیسیونونه سم نه شي او ډاډ حاصل نه شي چې دوی سم کار کوي، تر هغو د فساد جرړې نه وځي.»

خو په ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې د نړۍوالې ورځې په مناسبت ولسمشر غني عدالي او قضايي ارګانونه وستایل او مننه يې ترې وکړه. 

ښاغلي غني وویل: «چا باور درلود چې زموږ څارنوال او قاضي د فساد پر اساس تصمیم نه نیسي، له جناب قاضی القضات صاحب، لوی څارنوال صاحب او له ټولو عدلي او قضايي دستګاوو مننه کوم، په تېره بیا په یاد لرئ چې څو کاله زرګونه دوسيې لاینحله پرتې وې، نن د خدای فضل دی د افغانستان په ستره محکمه کې که ډېرې دوسيې پاتې وي، له یوې ربعې تر بلې ربعې دي.»

نړۍواله مرستندویه بنسټونو بیا فساد پر خپلو کېدونکو مرستو اغېزمنونکی وباله، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یوماماتو وویل: «اداري فساد د افغانستان ملي امنیت ګډوډوي او کولی شي چې په راتلونکي کې د نړۍوالې ټولنې پر مرستو هم اغېز وکړي.»

د امریکا سفیر جان بس بیا له فساد سره د مبارزې په برخه کې د قانون پلي کېدل مهم بولي، هغه وویل: «له دې منځه څه چې ډېر د پام وړ دي، دا دي چې د شتمنیو له ثبته ډاډ حاصل شي او مشخصه شي چې دا شتمنۍ سمې دي او خلکو ته رښتیا وویل شي.»

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ موندنې ښيي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې په اداري  فساد کې کارول شوې پېسې یو اعشاریه اوه میلیارده ډالره اټکلېږي . 
 
۱۴ سلنه مرکه کوونکي په دې باور دي چې محکمې په افغانستان کې تر ټولو فاسدې ادارې دي، ۱۰ سلنو بیا د پوهنې وزارت تر ټولو فاسد بللی.

شریک یي کړئ