Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عدلي او قضايي مرکز په لسګونه دولتي چارواکي ممنوع الخروج کړل

له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د چهارشنبې په ورځ (د تلې پر ۵ مه) اعلان وکړ چې دغه بنسټ په لسګونه دولتي چارواکي د اداري فساد په تور له هېواده پر بهر وتو یې بندیز لګولی دی.

لویه څارنوالي وايي، چې د ردنو جرمنو په وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي له یوې میاشتې را په دې خوا په فساد کې ښکېل د ملي یوالي حکومت پر ۷۵ لوړو چارواکو له هېواده د بهر وتلو بندیز  لګولی دی.

لویه څارنوالي وايي، چې په دغو کسانو کې مرستیالان، رییسان او جنرالان شامل دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وايي:«د هغوی په منځ کې داسې کسان دي چې دوسیې یې څېړل شوي ۷۵ تنه یې جنرالان، دګر جنرالان او مرستیالان دي. او ۴۰ تنه یې چې په اداري فساد تورن دي دندې یې ځنډول شوې دي.»

لویه څارنوالۍ او له درنو جرمنو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د دغو کسانو په اړه څه نه وايي چې په کومو بنسټونو کې کار کوي.

خو ټينګار کوي چې د دوی د دوسیو پروړاندې جدي پلټنې دوام لري.

د روڼتیا د څار بنسټ غړی ناصر تیموري په دې اړه وویل:«د هغو دوسیو حجم کې له داري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته تللي زښت زیات دی او هغه سرچینې چې دولت د دغه مرکز په واک کې ورکړي ډېرې کمې دي. اندېښنه په دې ځای کې ده، چې دولت په قصدي توګه د دغه مرکز په واک کې کمې سرچینې ورکړي وي ټاکل شوې چې دغه مرکز ونه شي کړای په پراخه توګه دغه دوسیې وڅېړي.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي له حکومته غواړي چې د فساد په اړه د شته دوسیو سره سیاسي چلند ونه کړي.

د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح څرګنده کړه:«د دغه مرکز جوړېدل د ملي یووالي حکومت یوه ستره لاسته راوړنه ده او تره هغه مهاله د خلکو په منځ کې له ځای څخه برخمن دی چې له دوسیو سره قانوني چلند وکړي او چلند یې له سیاسي تورونو سره نه وي.»

له درنو جرمنو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز تېر کال د چنګاښ په میاشت کې د فساد په اړه د سترو دوسیو د څېړنو په موخه رامنځته شو.

د چارواکي پر وینا په دغه بنسټ کې اوس  مهال شاوخوا د ۱۰۰ دوسیو څېړنه دوام لري.
 
شریک یي کړئ