د ولسمشر له خوا د بلخ لیرې کړل شوی والي عطامحمد نور، په کابل کې د جمهوریت روغتون او د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ تهڅېرمه د ځانمرګي برید په غبرګون کې چې په پایله کې یې ۹۵ تنه مړه او ۱۶۳ تنه نور ټپيان شول، ملي یووالي حکومت د خلکو د امنیت په خوندیتابه کې ناکامه بولي.
ښاغلي نور وايي کهچېرې دی د ولسمشر پر ځای وای، له داسې بریدونو وروسته د امنیتي او استخباراتي ادارو ټول مشران مې پر دار ځړول.
هغه زیاته کړه:«کهچېرې مدیریت وی او زه د ولسمشر پر ځای وی؛ دا امنیتي او کشفي چارواکي مې په دار ځړول؛ په والله چې په دار مې ځړول.»
د کورنیو چارو وزارت پخوانی ودانۍ ته نېږدې له خونړي برید څو ساعته وروسته عطامحمد نور په مزار شریف ښار کې د وینا پر مهال د امنیتي ادارو د لومړۍ درجې ټولو چارواکو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي نور څرګنده کړه:«ولې دا تکراري څېرې، شطرنجي لوبغاړي چې کله یې یو ځای کې ځای پر ځای کوي او کله هم په بل ځای کې؛ دوی باید محاکمه شي، د خدای په لحاظ! کهچېرې محاکمه نهشي، نو ولې؟ څومره بې کفایتي؟»
اخوا د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي په هېواد کې د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو غواړي کهچېرې د خلکو د امنیت د ساتلو توان نه لري باید له خپلو دندو لیرې شي.
د بلخ یو تن اوسېدونکی په دې اړه وايي:«هره ورځ وینو چې ځانمرګی چاودنه، انسان تښتونه کېږي، ولې حکومت څه نهشي کولای کهچېرې نهشي کولای ولې حکومت کوي.»
په وروستۍ یوه اوونۍ کې دا په هېواد کې درېیم خونړی برید دی چې لسګونه تنه په کې وژل کېږي او ګڼ شمېر کورنۍ د ویر پر ټغر کېښنوي .