Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عطامحمد نور د حکومت او جمعیت ترمنځ د خبرو اترو د پيل په تمه دی

د بلخ لیرې کړل شوي والي عطامحمد نور، چې له کاپیسا، پروان او بدخشان ولایتونو څخه د خپلو پلویانو په منځ کې وینا کوله، څرګنده کړه چې هغه د حکومت او د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ د خبرو اترو پیل ته په تمه دی او له هغه وروسته به خپله پرېکړه اعلان کړي.

ښاغلي نور په دغې غونډه کې وویل:«موږ د جمعیت د مذاکرې د وروستي کېدو او یا هم له حکومت سره د جمعیت د مذاکرې د پیل په تمه یوو، وینو چې کومې پایلې ته رسېږو، په هغه صورت کې به موږ خپله پرېکړه ونیسو.»

هغه وویل چې د شمالي زون له قول اردو وېره نه‎لري.

نور زیاته کړه:«زه یوه پوښتنه کوم. د بلخ د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندانۍ کوم چارواکي لارښونه ورکړې وه چې د بلخ د والي په وړاندې حضارات ولر؟ دا مسوولیت څوک په غاړه اخلي. موږ دا مسله تر پای تعقیبوو. او په دې اړه له هغوی ځواب غواړو. دا یوه قول اردو ده که پنځه هم وي له هغې وېره نه‎لرو.»

د هغه په وینا، حکومت په هېواد کې د مجاهدیونو او ملي څېرو د ګوښه کولو په لټه کې دی.

عطامحمد نور وویل:«موږ نه غواړو چې ستاسې سیکولاري پروګرامونه پر موږ بریالي شي. موږ پوهېږو چې هڅې د مجاهدیونو، نامتو او ملي څېرو او ټولو هغه کسان چې خلک ور سره مینه لري، او د خلکو په زړونو کې مینه لري، تاسې د دوی د لیررې کولو په لټه کې یاست، ترڅو حپل سیکولاري پروګرام په هېواد کې وزغمې.»

عطامحمد نور وویل چې د حکومت له خوا به د داعش د پرمختګ مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړه:«موږ کلونه په حکومت کې همکاري کړې؛ یوه له منځه تللې، ستونزې رامنځته کوونکې څېر. د خپلو بادارانو لپاره موږ یوه بده څېره معرفي کوي. چې ګواکې موږ د هغوی د پروژو د تطبیق مخنیوی کوو؛ هو موږ ستا حکومت د داعش پروژې د تطبیق مخنیوی کوو.»

ښاغلي عبدالله له خپلو پلویانو وغوښتل چې د مدني خوځښتونو لپاره چمتو وي.

هغه زیاته کړه:«موږ په هغه اندازه یو چې یوو. تل مو ویلي چې توطیې ته نه تسلیمېږو. دا توطیه د بلخ د څوکۍ لپاره نه ده. دا توطیه د جهاد پر نامه پر یوې لویې کورنۍ دی. دا توطیه د جهاد پر وروستۍ اډې دی چې هېچا ته اجازه نه ورکوو چې خپلې دغې هیلې ته ورسېږي. خو په هوکړې او تفاهم سره چې هېڅ څه سره ونه پاشل شي. د یوه بل له تفاهم سره له تاسو سره مشوره کوو له هغې څخه پرته په ټولو مدني خوځښتونو کې باالمقابل د هغو ځواب لپاره چې لازم دی ورته وکړل شي، خپل چمتووالی لرو او له تاسو هم هیله کوو چې خپل چمتووالی ولرئ او همدارنګه خوځښت د ټاکنو په لور ځي.»      

عطا وویل چې د شمالي زون له قول اردو وېره نه‎لري. د هغه په وینا، حکومت په هېواد کې د مجاهدیونو او ملي څېرو د ګوښه کولو په لټه کې دی.

شریک یي کړئ