د افغانستان د عالمانو د شورا نن(سېشنبې د غويي۲۵مه) کابل کې په اندونیزیا د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د ديني عالمانو د سولې غونډې پایلې مثبتې وبللې.
د شورا غړو تېره اوونۍ اندونیزیا کې په دې غونډه کې ګډون کړی وه وویل چې د ګډونوالو افغانستان کې جګړه او وینه تویهول ناروا بللې او اسلامي هېوادونو د افغانستان سولې بهیر څخه یې ملاتړ کړی دی.
د افغانستان علماو سراسري شورا ویاند، مولوی محمد قاسم حلیمی همداراز پر فراه ولایت د طالبانو برید ظالمانه بللی دی.
ده همداراز څرګنده کړې چې جولای میاشت کې به د سعودي عربستان په جدې ښار کې د افغانستان سولې او جګړې په اړه هم ناسته وشي.
په همدې حال کې ولسمشر غني د افغانستان د علماو له هغه پلاوي سره چې د اندونیزیا د علماوو په ناسته کې یې ګډون کړی وه، لیدنې پر مهال وویل چې د حکومت موخه هېواد کې د سولې ټینګښت دی.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي غني د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا ترمنځ له ناستې وروسته درې واړه هېوادونه په یوه مثبت بهیر کې سره کتار شوي دي.
ښاغلي غني د اندونیزیا په ناسته کې د افغانستان د دیني علماو ګډون بریالی بللی او په دغه ناسته کې یې د د هېواد د علماو له دریځ او خپرې شوې اعلامیې څخه مننه کړې.
هغه زیاته کړې ده، اندونیزیا تر ټولو ستر اسلامي هېواد دی او ختیځه اسیا د افغانستان د سولې او ثبات په تامین کې مهم رول لوبولی شي.