Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

علومي: د لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره مخالف یوو

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند نورالحق علومي وايي چې د لنډ مهالي حکومت له جوړېدو سره مخالف دی او د اساسي قانون له خوندیتوب سره د سولې په راتګ ټینګار کوي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوی روښانه نه بولي او وایي که‎چېرې په راتلونکو ټاکنو کې درغلۍ وشي نو پر وړاندې به یې ودرېږي.

دا پخوانی کېڼ اړخی پوځي چې راتلوونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی، خپل ډېر وخت په خپل ټاکنیز دفتر کې، له خپلو همکارانو سره تېروي.

دی د مجاهدینو له بریا وړاندې حکومت له مالي فساد پاک یادوي او زیاتوي، هغه مهال هېڅ یو لوړ پوړی چارواکی زورواکی نه و او قانون ته یې درناوی درلود.

ښاغلی علومي چې پوځي زده‌کړې یې کابل کې بشپړې کړي او ماسټرې یې په پوځي برخه کې له امریکا او بیا په شوروي کې تر ارکان حرب رسېدلی دی وايي، هغه مهال چې یې د هېواد په لوېدیځ کې نظامي مسوولیت درلود، له مجاهدینو سره یې د ملي مصالحې مسله مطرح کړه او تل یې د سولې او امنیت لپاره کار کړی دی.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند نورالحق علومي وايي:«زموږ په وخت کې اعتماد و، موږ د یوه بل دوران یوو، نه مو قومي تعصب درلود او نه هم مذهبي، رفیق به مو ویل نه مو ویل چې د کوم ځای دی، وړتیا به مو لیدله.»

ښاغلی علومي چې د هغه مهال حکومت سره یې د مخالفت له کبله یو کال د کابل په څرخي پله زندان کړې تېر کړی وايي، هېڅ‌کله نهیلې شوی نه دی.

هغه زیاتوي:«کله چې کورنیو چارو وزارت ته ولاړو دوه ډلې نه وې حتا دوه قومه نه وو، دوه ولایته نه وو بلکې هر چا هڅه کوله چې خپل راولي... دلته دوه کسه وو او هر یوه خپل خپلوان غوښتل چې هغوی ته اختیارات ورکړي. تاسې نه شې کولای د یوه داسې کار په راس کې وئ چې واک یې د بل چا په لاس کې وي.»

ښاغلی علومي د ملي یووالي حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزیر و، مګر استعفا یې وکړه. دی وايي، که څه هم له مجاهدینو او تکنوکراتانو سره یې فکري مخالفت درلود، مګر بیا یې هم د ملي یووالي حکومت کابینه کې ګډون وکړ، خو د ملي یووالي حکومت مشرانو یوازې د خپلو غوښتنو پر عملي کېدو ټینګار کاوه او له همدې کبله و چې دی یې هم د اصلاحاتو او پرمختګ څخه راګرځولی و.

نورالحق علومي څرګندوي:«موږ د نظام مخالف نه یوو او اساسي قانون غواړو، او اساسي قانون د همدغه نظام په چوکاټ کې نن چې هر ځواک دی، د دولت مخالف وسله‎وال کولای شي راشي او په دغه نظام کې شامل شي.»

نورالحق علومي وايي، د سولې کلۍ باید یوازې د طالبانو او مجاهدینو په لاس کې نه وي. دی د تېرو کلونو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کوي او زیاتوي، د ټاکنو کېدل د ټاکنیزو کمېسیونونو په کارونو پورې تړلي دي.

نورالحق علومي په ۱۳۲۰ کال کې کابل کې زېږیدلی دی. هغه اوس‌مهال د ملي یووالي ګوند ريیس دی او له دې وړاندې د ولسي جرګې غړی و. دی دوه لوڼي او یوه زوی لري چې ټولو یې زده‌‌کړې کړي دي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند نورالحق علومي د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوی روښانه نه بولي او وایي که‎چېرې په راتلونکو ټاکنو کې درغلۍ وشي نو پر وړاندې به یې ودرېږي.

شریک یي کړئ