د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.
د پاکستان رسنیو رپوټ ورکړی چې دواړو لورو، د افغانستان د سولې بهیر په اړه خبرې اترې وکړې.
زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ، د افغان حکومت له چارواکو سره تر لیدو وروسته پاکستان ته ولاړ. هغه له دې مخکې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه درلوده.
د پاکستان د ویاند دفتر وايي چې په دغه لیدنه کې، قریشي ژمنه وکړه چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره به همکاري وکړي.
خلیلزاد په داسې حال کې له عمران خان سره ویني چې تېره ورځ، عمران خان او ولسمشر غني په یوې ټلېفوني اړیکه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو اترو یې ټینګار وکړ.
پاکستان ته د خلیلزاد سفر د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو ته د درېیم سفر په لړ کې ترسره کېږي. خلیلزاد د خپل دې سفر په لړ کې هند، پاکستان او افغانستان ته هم سفر کړی دی.
د هغه سفر پاکستان ته د سولې د سیمهییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر غني استازي محمد عمر داوودزي د سفر په تعقیب کې وو. ښاغلي داوودزي له پاکستان نه تر راستنېدو وروسته وویل چې د افغانستان سولې په اړه د پاکستان د ډېریو سیاستوالو او مذهبي شخصیتونو په لید کې ډېر بدلون راغلی هغه د افغان سولې په اړه د پاکستان د همکاریو په اړه هیله من دی.